تاند (جمعه، د قوس ۱۹مه) د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان له حکومت سره یو میاشتنی اوربند پای ته رسېدلی اعلان کړ.
د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي، چې د افغان طالبانو د حقاني شبکې په منځګړتوب یې د پاکستان له حکومت سره په مشروط ډول یو میاشتنی اوربند اعلان کړی و، وايي چې د پاکستان حکومت د بندیانو د خلاصون په ګډون د اوربند د موافقې د شرطونو سرغړونه کړې ده.
دې ډلې په یوه بیان کې ویلي «پرېږدئ چې اوس د پاکستان خلک پرېکړه وکړي چې ایا دا ټي ټي پي ده او که د پاکستان پوځ او حکومت چې پر موافقو نه درېږي؟»
په بیان کې وړاندې راغلي «په داسې حالاتو کې، امکان نه شته چې اوربند ته دوام ورکړل شي.»
د پاکستاني طالبانو تحریک اسلام اباد د اوربند د موافقې په سرغړونې تورن کړی او ویلي چې حکومت له ژمنې سره سره تر ۱۰۰ ډېر بندیان خوشي نه کړل او د خبرواترو لپاره یې خپل پلاوی ونه ټاکو.
د پاکستاني طالبانو تحریک دا هم ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د اوربند په موده کې د دوی پر ضد بریدونه کړي دي.
ټي ټي پي دا اعلان وروسته له دې وکړ چې پاکستاني چارواکو وویل، دوی د اوربند د موافقې پر اساس تر ۱۰۰ ډېر پاکستاني طالبان خوشي کړي دي.
TTP GO.
FALLOW YOUR JIHAAD AGAINST MILITARY FORCE.
TTP GO