Home+په دې ورځ لومړنۍ ښځې نوبل جایزه وګټله

په دې ورځ لومړنۍ ښځې نوبل جایزه وګټله

تاند- سویډنۍ لیکواله سیلمه لاګیرلوف لومړنۍ ښځه ده چې له نن څخه یې ۱۱۲ کاله پخوا د ۱۹۰۹ کال د نوومبر په ۱۰ مه د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله.

دا چې د ۱۸۵۸ م کال د نوومبر په ۲۰ مه د سویډن په مارباکه کې زېږېدلې، لومړنۍ ښځینه ناول لیکواله وه چې د نوبل جایزه یې وګټله.

دې په ۱۸۹۱ م کال خپل لومړنی ناول، چې (Gösta Berlings saga) نومېږي، په دوو ټوکونو کې ولیکه.

دې په ۱۸۹۴ م کال د خپلو لنډو کیسو ټولګه (Osynliga länkar)  «نه لیدل کېدونې اړیکې» چاپ کړه.

سیلمه لاګیرلوف په ۱۸۹۵ م کال د ښوونکې په توګه دنده پرېښوده، ایټالیا ته لاړه او ځان یې لیکوالۍ ته وقف کړ.

دې په ۱۸۹۷ م کال په ایټالیا کې (Antikrists mirakler) چاپ کړ چې د سیسلې په اړه یو سوسیالیستي ناول و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...