جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهشمس: پاکستان کې د افغانستان په اړه غونډه د خواشینۍ وړ او...

شمس: پاکستان کې د افغانستان په اړه غونډه د خواشینۍ وړ او زموږ د انزوا نښه ده

تاند:( دوشنبه، د قوس پینځلسمه)‏‏ ‏په پاکستان کې د افغانستان د سفارت پخوانی مرستیال او لیکوال زردشت شمس وایي، چې په پاکستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د غونډې کوربه توب د خواشینۍ وړ ده.

نوموړی په پاکستان کې د افغانستان په اړه غونډه کیدل، د افغانستان د انزوا نښه ګڼي او زیاتوي: پخوا بن، ژنیو، توکیو او نور مهم نړیوال ښارونه د افغانستان په اړه د مهمو ناستو کوربانه وو، چې افغانستان یې د نړیوالې پاملرنې مرکزیت کې ښوده.

د ده په خبره، د ۲۰۰۱ نه وروسته پاکستان په نړیوال سټېج کې د افغانستان د استازیتوب چانس د لاسه ورکړی و، خو د جمهوري نظام له سقوط سره بیا دغه هېواد د افغانستان په استازیتوب پر نړیوال سټېج څرګندیږي.

دغه مخکینی افغان دیپلومات دا هم وایي، چې پاکستان اوس د افغانستان ټولې واګې په لاس کې اخیستي او د خپلو ګټو لپاره استفاده ورڅخه کوي.

شمس ټينګار کوي، چې افغانان له طالبانو سره خوشاله نه دي او دا نارضایتي د بیان ازادۍ او سیاسي حقونو د سلب له کبله نه شي څرګندولای.

د ده په وینا، لازمه ده چې زر افغانستان کې ټول شموله نظام رامنځته او ټولو خلکو ته خپل حقونه ورکړل شي، چې په دې توګه به افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه له نړۍ سره د مستقیم او مستقل تعامل وړتیا پيدا کړي.

په پاکستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه د روانې دسمبر میاشتې په نولسمه ترسره کیږي.

د دې غونډې د ترسره کیدو غوښتنه سعودي عربستان کړې ده.

د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو خلاف د ملي مقاومت په نوم یوې وسله والې جبهې په پاکستان کې د یادې غونډې د ترسره کیدو مخالفت کړی او پاکستان یې د طالبانو د رژیم، چې هغه «بې رحمه رژیم» ګڼلی، اصلي ملاتړی او د افغانستان د بدمرغۍ عامل یاد کړی.

طالبانو د دغې غونډې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

4 COMMENTS

  1. طالبان د پنجاب غلامان او لاسپوڅي دي طالبان د افغان وينه په رګو کې نه لري. کله دوۍ شرم لري همدغه پاکستان دوۍ په امريکا د ډالرو په بدل کې يو يو خرڅ کړل. اوس افغانستا د پنجاب خولې ته ورواچول. لعنت په داسي ذليله وجدان.

  2. When one change the core identity of Afghanistan to Emarat, reject the election concept of one vote per person and bring down the representative of nation identity which is its flag, one is knowingly or unknowingly actually planning to bring the nation down.

  3. شمس صاحبه غلط کار دی کړی د پاکستانی بیرغ تر څنګ ناست یی اول به دی هغه ناولی بیرغ له خپل اړخه بله خوا کړی و
    بیا به دی کتلی و چې دی پنجابیانو نور ډیزاین څنګه جوړ کړی، که د ISI نښې پکې وی هیڅ به نه کیناستی ضرور خو نه و
    داود خان دغو دالخورو ته د دوه روپیو اهمیت نه ورکاو ستا قبله ګاه صاحب هم پنجابیانو ته دسړی په سترګه نه کتل
    هغه مرحوم فقط د کوزې پښتیخا پښتنو سره ناسته ولاړه لرله اما تا اشتباه کړی ده په دې ډول ناستو او عکس ایستلو موږ
    او تاسو د پنجاب حیثیت په نااګاهانه توګه لوړوو سیاستمدار او دیپلومات باید خپل هر حرکت ته کلک متوجه وی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب