جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ط ژمنه، د بښنې د فرمان نقض څېړو او عاملين یې...

د ط ژمنه، د بښنې د فرمان نقض څېړو او عاملين یې مجازاتوو

تاند:( دوشنبه، د قوس پینځلسمه)‏‏ ‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوی د بخښنې د فرمان تطبیق ته پوره ژمن دی او د مخکیني نظام کارکوونکي د پخواني مخالفت له امله نه ځورول کیږي.

د وزارت د اعلامیې له مخې، که د طالبانو اسلامي امارت هر غړی د بخښنې له فرمان څخه سرغړونه کوي قانوني چلند ورسره کېږي او مجازات کېږي.

طالبانو دا هم ويلي، چې ‏د پېښو کلکه پلټنه کېږي؛ خو بې ثبوته شایعات د اعتبار وړ نه دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت پرون، د دوی د ادارې لخوا د مخکينيو پوځي او امنیتي منسوبینو په وژلو کې لاس لرل ردکړل.

د بشري حقونو د څار ډلې په وروستیو ورځو کې وویل، طالبانو د اګست په نیمايي کې له واک ته رسېدو وروسته یوازې د افغانستان په ۴ ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو تر سلو ډېر پخواني غړي نیولي، وژلي او تري تم کړي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي اتحادیې او ۲۰ نورو هیوادونو پرون (شنبې) په یوه ګډ بیان کې ویلي:

«موږ پخلی کوو چې ادعا شوي اقدامات د بشري حقونو جدي سرغړونه ده او د طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سره په ټکر کې دي. موږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او حکومت د پخوانیو غړیو د ژوند خوندیتوب په اغېزمن ډول یقیني کړي.»

لوېدیځو هیوادونو په خپل بیان کې غوښتنه کړې چې د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې د شویو ادعاوو په اړه دې په شفاف ډول پلټنه وشي او له مسوولو کسانو سره دې حساب وشي.

1 COMMENT

  1. د چلتارانو دی کور وران شي تباه یې کړو! د دوی په خرما متازی کول په کار دی چی موږ ته یې په اخترونو او روژو کې مونږ ته راوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب