جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پخواني امريکايي سفير اعتراف، افغانانو سره مو خیانت وکړ

د پخواني امريکايي سفير اعتراف، افغانانو سره مو خیانت وکړ

تاند:( دوشنبه، د قوس پینځلسمه)‏‏ په کابل کې د امريکا متحده ايالاتو يوه پخواني سفير ‏هوگو لارنس اعتراف وکړ، چې هېواد يې له افغانانو سره خیانت وکړ.

نوموړي په يوه تازه مرکه کې وويل، چې دغه خیانت له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو په نا مسوولانه وتو سره وشو.

د دغه پخواني امريکايي سفير په خبره، امريکا په دا ډول وتو سره هغه ژمنې نقض کړې، چې د افغانستان له خلکو سره یې کړې وې.

سفير ‏هوگو لارنس دا هم ويلي، چې دا هر څه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جوبایډن د غلطو پریکړو له کبله وشول.

امريکايي چارواکي له افغانستان څخه د نا مسوولانه وتو په اړه په کور دننه هم له توندو غبرګونونو سره مخامخ دي.

د امريکا د دفاع وزیر اوړمه ورځ له فاکس نيوز ټلويزيوني شبکې سره د مرکې پر مهال له افغانستان څخه د همدغه نا مسوولانه وتو له کبله د خبريال پوښتنې ته بې ځوابه شو او په دغه ډول وتو یې پښېماني وښوده.

افغانان هم امريکا، له طالبانو سره د پټو معاملو په سبب د خپل ۲۰ کلن جمهوري نظام په سقوط او د لاسته راوړنو په له منځه وړلو تورنوي، خو امريکايي چارواکي بيا د ځان په دفاع سره پړه پر مخکینيو افغان چارواکو اچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب