جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کرنې پخوانی وزير عبيدالله الله رامين وفات شو

د کرنې پخوانی وزير عبيدالله الله رامين وفات شو

تاند:( دوشنبه، د قوس پینځلسمه)‏‏د افغانستان د کرنې او مالدارۍ پخوانی وزير او په پخوانۍ ولسي جرګه کې د بغلان ولايت استازی عبیدالله رامین وفات شو.

د بهرنيو چارو پخواني وزیر ډاکټر رنګين دادفر سپنتا د نوموړي په مړینه خواشيني ښودلې او هغه يې ازادي پرسته او په هېواد مېن سری بللی.

معلومه نه ده، چې دغه پخوانی مقام په هېواد کې دننه او که بهر وفات شوی؟

عبیدالله رامین د ولسي جرګې د اقتصادي کميسيون له فعالو او مسلکي غړو څخه ګڼل کېده، چې ډېر کله به یې د حکومت تګلارې او چارې په تخصصي توګه نقد کولې.

د طالبانو له واکمنیدو سره، د افغانستان د ډېرو سیاسي او علمي ظرفيتونو د مړينې مراسم هم کمرنګه شوي او اوسني چارواکي حد اقل د دوی په مړینه د خواشینۍ د پیغامونو د څرګندولو دود هم نه لري.

2 COMMENTS

  1. رامین نه لیاقت درلود نه د وطن احساس هسی جیب ډکولو ته راغلی و یو دوه رذیلان لکه فضل الدین فضل چې زراعت پوهنځی کی د(فضلو پوده) په نوم مشهور و او اکبرزاد بداخلاق د رییسانو په توګه مقرر کړی و ټوله ورځ به یی همدوی خارج ته لیږل د وزارت ټوله بودجه یی ورباندی مصرف کړه او مالی فساد یی مثال ندرلود

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب