Homeخبرونهفوزیه کوفي: روسیه کې ط د افغان ښځو صدراعظمي هم منله، خو...

فوزیه کوفي: روسیه کې ط د افغان ښځو صدراعظمي هم منله، خو اوس یې درس ته نه پریږدي

تاند:( دوشنبه، د قوس پینځلسمه)‏‏له طالبانو سره د تېر جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي، چې طالبانو په روسیه کې له افغان ښځینه فعالانو سره د یوې ناستې پر مهال ان د صدراعظمۍ تر څوکۍ د ښځو د حقونو موضوع تایید کړې وه، خو اوس ان ښځو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

مېرمن کوفي په یوه ټلویزوني مرکه کې وویل، چې دوی نور د طالبانو پر ژمنو بې باوره شوي دي.

د هغې په خبره، طالبانو نه یوازې د ښځو د حقونو، بلکې په ډېرو نورو برخو کې د خپلو دریځونو د نرمیدو په اړه نړۍ او افغانانو ته دروغ وویل.

فوزیه کوفي له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو له منګولو او ظلم څخه د ټولو افغانانو، په خاصه توګه د ښځو د ژغورلو لپاره په عاجل ډول لاس په کار شي.

هغه دا هم وايي، چې له هېواده بهر ده او د هېواد د ژغورلو لپاره فعالیتونه کوي، خو زر به بیرته هېواد ته ور وګرځي او خلک به په سختو شرایطو کې یوازې پرې نه ږدي.

نوموړې د خپلو سیاسي او نورو فعالیتونو په تړاو زیات جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو د فوزیه کوفي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

فوزیې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د عمومي مشر( چې هغوی یې امیرالمومنین بولي) وروستی فرمان غولونکی بللی او ویلي، چې په دې ډول دوی د افغانانو او نړۍ سترګو ته خاورې اچوي.

2 COMMENTS

  1. ته خو يوه فاجره بي حيا فاحشه او ويني څښونکې ښځه يې.دغه ټولي بدبختۍ د تا نجسې د لاسه دي.ټول کورنۍ د په چورچپاول غرقه ده. تف لعنت په تاسو وي.

  2. يو خو دې ستاسو په نوم لعنت وي، اوس هم شرم نه لری ناسته په امريکا کې او د ښځو د حقونو له نوم نه اوس هم چې زور کې ډالر را پورته سي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...