Homeخبرونههند ته د پوتین سفر، پر افغانستان خبرې یې یوه مهمه اجنډا...

هند ته د پوتین سفر، پر افغانستان خبرې یې یوه مهمه اجنډا ده

تاند:( دوشنبه، د قوس پینځلسمه)‏‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه رسمي سفر نن د هندوستان پلازمېنې نوې ډیلۍ ته روان شوی.

ټاکل شوې، چې د افغانستان پر وضعیت خبرې د هغه او د هندي صدراعظم نریندرا مودي د لیدنې یوه مهمه اجنډا وي.

څو ورځې مخکې په هندوستان کې د روسیې سفیر وویل، چې هېواد یې د هند له هغو اندیښنو سره همغږی دی، چې د افغانستان د وضعیت په اړه لري.

هغه د دغو اندیښنو په اړه نور جزییات نه وو ورکړي، خو ویل کیږي چې هند پر طالبانو د پاکستان له ډېر نفوذ څخه اندیښمن دی او ډاریږي، چې دافغانستان خاوره یې د پاکستان لخوا پر ضد ونه کارول شي.

طالبانو بیا ویلي، چې د هیچا تر اغېزې لاندې نه دي او متوازن بهرنی سیاست یې غوره کړی.

له دې سره، پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو ترمنځ خنډ یایږي.

پاکستان کافي موده افغانستان ته د هغو ۵۰ زره ټنه غنمو د استولو مخنیوی وکړ، چې هندوستان د پاکستان په لاره افغانانو ته استول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...