شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهخرم: نور هېوادونه دې د سپتمبر د ۱۱ مې تاوان کې د...

خرم: نور هېوادونه دې د سپتمبر د ۱۱ مې تاوان کې د بانکي زېرمو د ورکولو په وړاندې ودريږي

تاند:( جمعه، د قوس دولسمه)‏ ‏د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم د سپتمبر د یوولسمې د پېښې د یونیم سل قرباني شویو کورنیو هغې غوښتنې ته غبرګون وښود، چې په ياده پېښه کې د طالبانو د ادعا شوي رول په تاوان کې د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې ۷ ميليارده ډالره غواړي.

کریم خرم په يوه ټویټ کې لیکلي، چې د امريکا لخوا د افغانستان کنګل شوې ۱۰ ميليارده ډالره د طالبانو او بل چا نه، بلکې د افغانستان د خلکو شتمني او د پيسو پشتیوانه ده.

دغه افغان سياستوال ویلي، که امريکا د سپتمبر د یوولسمې پېښې د تاوان په پلمه د افغانستان یادې پیسې خپلو قرباني وګړو ته ورکړي، دا به یې د افغانستان له خلکو سره ښکاره دښمني وي ‌

نوموړي له امریکایانو او نورو هېوادونو څخه غوښتي، چې په دې برخه کې د امريکا د دغه احتمالي اقدام په وړاندې ودريږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره اونۍ راپور ورکړ چې د بایډن اداره په پام کې لري چې د جمعې په ورځ فدرالي محکمې ته ووايي چې څه ډول پرېکړه به د امریکا له ملي ګټو سره برابره وي؛ کابل ته د پیسو بېرته سپارل او که د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې د قربانیانو کورنیو ته د هغو ورکول.

دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر د یوولسمې په تروریستي برید کې هیڅ شامل کس افغان نه و. یوازې د دغو بریدونو طراح اسامه بن لادن په افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې اوسېده.

د امریکا عدلې وزارت له حقوقپوهانو سره په خبرو بوخت دی چې که پرېکړه په دې وشوه چې دا پیسې دې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي، نو په څه ډول پیسې ووېشل شي یا هرې کورنۍ ته څومره ورکړل شي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا په حکومت کې له بېلابېلو ادارو سره کار کوي چې پر دې وړاندیز غور وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب