Homeخبرونهد جرمني پیاوړې صدراعظمې رسماً له دندې سره مخه ښه وکړه

د جرمني پیاوړې صدراعظمې رسماً له دندې سره مخه ښه وکړه

تاند:( جمعه، د قوس دولسمه)‏ ‏د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل نن له ۱۶ کلنې صدراعظمۍ وروسته، په رسمي توګه له خپلې دندې سره مخه ښه وکړه.

نوموړی تېر ماښام د دغه هېواد د دفاع په وزارت کې د مخه ښې وينا واوروله.

مېرمن میرکل له خپل ملت څخه د زړه د تله مننه وکړه، چې اوږده موده يې د مشرۍ باور او ملاتړ ورڅخه کړی.

تمه کيږي، چې نوموړې راتلونکې اونۍ د صدراعظمۍ دفتر په رسمي توګه خپل ځای ناستيشولتس ته وسپاري.

انګيلا ميرکل د نړۍ له تر ټولو محبوبو سياسي څېرو څخه ګڼل کېږي.

هغې ته ډېرو جرمنانو « د جرمني مور» لقب ورکړی او د ښې رهبرۍ او جرمني ته د خدمتونو منندوی يې دي.

مېرمن میرکل د نړۍ په ډېرو نورو برخو کې هم د يوې پياوړې او نړيوال ثبات ته د ژمنې سياستوالې په توګه پېژندل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...