شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاروپايي اتحادیه وايي، تر بل هر وخت ډېر افغانان ورڅخه پناه غواړي

اروپايي اتحادیه وايي، تر بل هر وخت ډېر افغانان ورڅخه پناه غواړي

تاند (شنبه، د قوس ۱۳مه) د سږ کال په سپټمبر میاشت کې ټولټال ۷۱۲۰۰ تنو د اروپايي اتحادیې په ۲۷ غړیو هیوادونو، همداراز سویس او ناروې کې د پناه غوښتنه کړې ده چې تر ټولو دېر یې افغانان دي.

د اروپايي اتحادیې د يناه غوښتونکو د ملاتړ دفتر (EASO) د جمعې په ورځ وویل، چې تر دې یوه میاشت وړاندې یعني په اګست کې ټولټال ۱۰ زره افغانانو د پناه غوښتنه کړې وه.

په سپټمبر کې ۱۷ زره افغانانو د پناه غوښتنه کړې چې دا د ۲۰۱۶ کال له نوومبره راوروسته تر ټولو ډېر شمېر دی.

اروپا ته په ۲۰۱۵ کې، چې د امریکا او ناټو محارب ځواکونه له افغانستانه ووتل، څه باندې یو ملیون افغانان، سوریه وال او عراقیان کډوال شول.

د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتونکو د ملاتړ دفتر وايي، په سپټمبر کې د څه باندې ۱۷ زره افغانانو د پناه غوښتنه د جولای د میاشتې په پرتله د افغان پناه غوښتونکو په شمېر کې د ۳۸ سلنې زیاتوالی ښيي. همداراز دا شمېر په سپټمبر کې د سوریه والو پناه غوښتونکو دوه برابره دی.

افغانستان سږ کال له بدې وچکالۍ او د طالبانو له واک ته رسېدو سره هممهاله له بشري ناورین سره هم مخامخ دی.

وېره ده چې په دې ژمي کې به لسګونه زره افغان ماشومان له لوږې ومري.

اروپايي هیوادونو د نورو کلونو په پرتله سږ کال د ډېرو افغانانو، یعني په سلو کې د ۸۶ د پناه غوښتنلیکونه منلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب