جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان بالاخره ومنله چې افغان لارۍ به د هند مرستې افغانستان ته...

پاکستان بالاخره ومنله چې افغان لارۍ به د هند مرستې افغانستان ته رسوي

پاکستان بالاخره نن (جمعه) پرېکړه وکړه چې افغان لارۍ دې له واګې بندره تر افغانستانه د هند ۵۰ زره ټنه غنم او درمل افغانستان ته ورسوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستان په استثنايي ډول د واګې بندر له لارې افغانستان ته د هند د ۵۰ زره ټنه غنمو او نورو حیاتي طبي مرستو د رسېدو په برخه کې پرېکړه وکړه چې افغان لاریو ته به اجازه ورکوي چې د هند مرستې خپل هیواد ته ولېږدوي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې دا پرېکړه د بشري مرستو په رسېدو کې د پاکستان د ژمنې ښکارندويي کوي.

پاکستان د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته د هند د مرستو د رسېدو لپاره ګڼ شرطونه ایښي وو.

د پاکستان یو شرط دا و چې د هند ټوله مرسته به له واګې بندره تر کابل پورې پاکستانۍ لارۍ وړي او کرایه به یې ورکول کېږي خو هند وړاندیز کړی و چې هندي لارۍ دې یې تر افغانستانه ورسوي او که پاکستان له دې سره موافق نه وي بیا دې د افغانستان لارۍ، چې هسې هم تر واګې بندره راځي، د هند مرسته خپلې خاورې ته ورسوي.

خو پاکستان پر دې ټینګار کاوه چې پاکستاني لارۍ به د هند مرسته افغانستان ته رسوي.

پر دې سربېره پاکستان د هند د مرستې د لېږدېدو لپاره د حق العبور غوښتنه کوله خو هند وايي چې د بشري مرستو په خاطر هیڅ هیواد حق العبور نه غواړي.

هند تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي. دا هم څرګنده نه ده چې ایا پاکستان له ترانزیتي حق یا حق العبور څخه تېر شوی او که نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب