شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد امريکا کانګريس د افغانانو لېږد او مېشتونې ته ۷ ميليارده نوره...

د امريکا کانګريس د افغانانو لېږد او مېشتونې ته ۷ ميليارده نوره بوديجه ورکوي

تاند:( جمعه، د قوس دولسمه)‏ امريکايي رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد کانګريس له افغانستان څخه د نورو خلکو د ايستو او بيا مېشتېدو لپاره ۷ ميليارده ډالره نوره بوديجه منظوروي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي، چې دا بوديجه به له هغه ۶٫۷ میلیارده ډالرو څخه جلا او اضافي وي، چې په تېر سپتمبر مياشت کې تصويب شوې وه.

امريکايي چارواکو او وکیلانو په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

دغه هېواد له افغانستان څخه د جمهوري نظام له سقوط وروسته شاوخوا ۱۲۰ زره هغه افغانان چې په ملکي او پوځي برخو کې یې کار ورسره کاوه يا د طالبانو لخوا د زيامنيدونکو قشرونو فعالان ګڼل کيدل، له هېواده وويستل.

د ايستل شويو کسانو د تخلیې بهير ، پکې د نامستحقو کسانو پراخ حضور او دغه راز د خلکو په ويستو کې فساد جدي نيوکې وې، چې تر اوسه شوي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن څه موده وړاندې وويل، چې له افغانستان څخه د متضررو کسانو د ويستو د بهیر د ستونزو په اړه يې د رسمي څېړنو امر کړی.

معلومه نه ده، چې متحده ایالات به کله او په څومره شمېر نور افغانان له افغانستان څخه باسي.

د دوی د لېږد موضوع د امريکا له مهمو لومړیتونو څخه ګڼل کېږي.

په دوحه کې د طالبانو او امريکا د تازه خبرو په ترڅ کې هم ياده موضوع بحث شوې او امریکايي لوري د خطر سره مخامخو افغانانو خوندي لېږد له طالبانو سره د تعامل په اساسي شرطونو کې ياد کړی.

د طالبانو له واکمنیدو، د فقر او بې کارۍ له شدت او د ژوند د بڼې په اړه د طالبانو لخوا ورځ تر بلې زیاتیدونکي قیودات له افغانستان څخه د ميليونونه کسانو د تېښتې او وتو د هڅو سبب شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب