شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاتمر: د مشروع نظام جوړولو لپاره دې بين الافغاني مذاکرات پيل...

اتمر: د مشروع نظام جوړولو لپاره دې بين الافغاني مذاکرات پيل شي

تاند:( جمعه، د قوس دولسمه)‏د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د ملګرو ملتونو سازمان له لوري د طالبانو ردیدو ته غبرګون وښود.

یاد شوي سازمان د طالبانو هغه غوښتنه رد کړه، چې دوی یې له مخې په یاد شوي نړيوال سازمان کې د افغانستان د استازيتوب د څوکۍ تر لاسه کول غوښتل.

حنيف اتمر د دې پریکړې په غبرګون کې ويلي، چې ملګرو ملتونو له دې پریکړې سره نه یوازې د افغانستان د اسلامي جمهوريت استازیتوب تايید کړ، بلکې طالبانو ته یې هم ډېر واضح پيغام ورکړ، چې د نړیوالو مشروع دولتونو له ډلې سره د يو ځای کیدو لپاره ملي او نړيوال مشروعيت اساسي شرط دی.

اتمر زياته کړې، چې د قطر د سولې توافق د ژمنو د عملي کیدو لپاره د هر اړخیزو بین الافغاني مذاکراتو د پیل وخت را رسیدلی.

د هغه په وينا، دغه مذاکرات باید د تلپاتې سولې او ټول ګډونه نظام د جوړېدو لپاره د ملي ارادې او نړيوالو تعهداتو د عملي کولو په موخه بحث وکړي او د بشري او ښځينه حقونو تاميوونکی وي.

د پخواني بهرنيو چارو وزير په وينا، دغسې يو توافق د نظام مشروعيت او د سیاسي، امنيتي، بشري او اقتصادي ناورينونو د دايمي حل زمینه برابروي.

حنيف اتمر ټينګار وکړ، چې د همداسې یوه سم انتخاب وخت رسیدلی او نه بايد پکې تېروتنه وشي.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو چارواکو ادعا کړې، چې حکومت یې ملي او نړيوال مشروعيت دواړه لري، ټول ګډونه هم دی او بشري او ښځينه حقونه يې هم تر ټولې نړۍ ښه تامين کړي.

دوی له خپلو بهر ته تللو سیاسي مخالفانو غوښتي، چې افغانستان ته ستانه شي، خو د وزارتونو تمه دې نه لري.

پرون پخواني ولسمشر حامد کرزي، چې کابل کې دی او د طالبانو ملاتړ کوي، له دې ډلې وغوښتل چې د حکومت د مشروعيت لپاره یې لویه جرګه جوړه کړي.

1 COMMENT

  1. اتمر لڼډه غر کاشکې خپل وخت کې ملي مشروعیت پيژندلی، دوی خو دفیودال و اشرافی و مسلمان و… په نوم خپل خلک ژوندي په خاورو مڼډل پولیګون کي… پلانکی خو مو بلفعل ګیر کړ پلانکی مو لاس په لاس ونیوه. څه یې کول؟ قران یی تلاوت کاوه، په لمانځه ولاړ وه …
    چي کمزوري شول روسان دمرګونو حشر ته راوغوښتل…. بیا یې د امریکا و غرب سګ دوي شروع کړه شل کاله چی آخر شرمیدلی یې خړپړ کابل میدان کې پريښود… د هماغه غرب چی مرګ بر امپریالیزم امریکا و غرب رمباړي به یې ورته وهلی او اوس یې چولوت خوري…
    سفاروتونه یې د افغان دوښمنه لڼډه غرو لوچکو سقویانو ډک کړل… اوس یې بیا خوب لیدلی ملي ملي کیږي…
    خوب دې بې تعبیره جانانه، خدای که یې بیا چوکه کې غوړه شوروا کې اتمرجانه ههههههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب