شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهفاروق اعظم: ط پر ټول افغانستان حاکم دي، حکومت يې بايد په...

فاروق اعظم: ط پر ټول افغانستان حاکم دي، حکومت يې بايد په رسميت وپېژندل شي

تاند:( جمعه، د قوس دولسمه)‏ د افغانستان يوه پخواني جهادي مشر ډاکټر فاروق اعظم د طالبانو حکومت، د افغانستان مشروع نظام ګڼلی او ټينګار يې کړی، چې دغه حکومت دې په رسميت وپېژندل شي.

نوموړي په يوه مرکه کې استدلال کړی، چې طالبان د افغانستان پر ټولې خاورې حاکم دي، ځکه خو بايد په رسميت وپېژندل شي.

فاروق اعظم دغه راز د طالبانو په خلاف د مقاومت په نوم د وسله والو فعالیتونو موضوع بې بنسټه ګڼلې او ويلي، چې په دې اړه ادعاوې واقعيت نه لري.

د نوموړي په وينا، په پنجشير او بل هیڅ ولايت کې د طالبانو خلاف وسله وال فعالیتونه نشته او کیدونکې ادعاوې په دې اړه ناسمې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو څو ورځې مخکې په دغه سازمان کې طالبانو ته د افغانستان د استازيتوب د څوکۍ د ورکړې غوښتنه رد کړه.

د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمرد دې پریکړې په غبرګون کې ويلي، چې ملګرو ملتونو له دې پریکړې سره نه یوازې د افغانستان د اسلامي جمهوريت استازیتوب تايید کړ، بلکې طالبانو ته یې هم ډېر واضح پيغام ورکړ، چې د نړیوالو مشروع دولتونو له ډلې سره د يو ځای کیدو لپاره ملي او نړيوال مشروعيت اساسي شرط دی.

د طالبانو چارواکو بيا ادعا کړې، چې حکومت یې ملي او نړيوال مشروعيت دواړه لري، ټول ګډونه هم دی او بشري او ښځينه حقونه يې هم تر ټولې نړۍ ښه تامين کړي.

دوی له خپلو بهر ته تللو سیاسي مخالفانو غوښتي، چې افغانستان ته ستانه شي، خو د وزارتونو تمه دې نه لري.

پرون پخواني ولسمشر حامد کرزي، چې کابل کې دی او د طالبانو ملاتړ کوي، له دې ډلې وغوښتل چې د حکومت د مشروعيت لپاره یې لویه جرګه جوړه کړي.

1 COMMENT

  1. داسی ښکاری چی له ډیرو کسانو څخه عینکی ورکی سویدی.
    که تر ستر احمدشاه بابا وروسته بیا تر نن ورځی پوری د افغانستان د سیاسی جغرافیا د رسمیت پیژندنی پروسه او بهیر په ځیر مطالعه سی نو د یو کُمیک – تراژیدیک رُمان او حتی ناول بڼه به ولری.
    غربی استعمارګرانو ( د چین او روسئې په شمول ) حتی د تېر جمهوری نظام تر سقوط مخکی لا طالبان په رسمیت پېژندلی وه او فقط اوسنۍ ډیپلوماټیکه ژبه ئې ګونګۍ ده او شاید د رسمی اعتراف د نه کولو شا ته ئې نور اهداف نغښتی وی.
    بل عرض می دا دئ چی:
    د طالب سره د ځینو کسانو د خواخوږۍ او چاپلوسۍ او مقام او چوکۍ د تر لاسه کولو د هیلی د کوپِن د اعتبار بخښنی لپاره یوازی دا اشتراکی ټکئ کفایت نکوی چی مثلاً ( دواړه ) د لندن مُریدان وی.
    عجله او تلوار نه دئ پکار، په لیست کی د لیکل سوو کسانو نوبت به هم یوه ورځ را ورسیږی!!!!! .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب