شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د داعش او بلخ کې د اختطافګرو خلاف عمليات شوي

ننګرهار کې د داعش او بلخ کې د اختطافګرو خلاف عمليات شوي

تاند:( جمعه، د قوس دولسمه)‏ طالبان وايي، چې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د داعش ډلې او په بلخ کې د اختطافګرو خلاف عمليات کړي.

‏د طالبانو د اعلامیې له مخې: د بلخ امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې، یوه ماشومه چې درې ورځي وړاندي اختطاف شوې وه د اختطافګرو له منګولو ؤژغورله .

ويل شوي، چې ۹ تنه اختطافګر د دغو عملياتو په ترڅ کې ژوندي ونیول شول او یو یې وژل شوی دی.

طالبانو په يوه بله اعلاميه کې ويلي، چې ځواکونو يې بېګاه د جلال آباد په کابل هډې سیمه کې د داعشیانو پر پټنځي عملیات ترسره کړي.

د اعلامیې د معلوماتو په اساس، د دغو عملياتو په پایله کې دوه داعشیان وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.

مسوولین وايي چې له یاد پټنځي په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

داعش ډلې د طالبانو د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې مخکې طالبانو د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د اختطافګرو خلاف د عملياتو او پکې د يوه اختطافګر د وژلو او بل د نیولو خبر ورکړ، خو ځینو سرچینو وویل چې هلته څه باندې شپږ ساعته د طالبانو او داعش ډلې تر منځ وسله واله نښته شوې وه.

طالبان په وروستيو کې تورنيږي، چې د نا امنۍ او په خاص ډول د داعش ډلې د جګړو اړوند خبرونه له رسنيو پټوي.

دوی بيا دغه تورونه نه تاييدوي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، د هېواد له مختلفو سيمو د اختطاف د پېښو د زیاتېدو خبرونه هم ډېر شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب