Homeخبرونهد ملا هیبت الله نوی فرمان، د ښځو حق تلفي د خدای...

د ملا هیبت الله نوی فرمان، د ښځو حق تلفي د خدای عذاب راولي

تاند:( جمعه، د قوس دولسمه)‏ د طالبانو عمومي مشر ( امیرالمؤمنین) ملا هیبت الله اخوند زاده په داسې حال کې، چې هغه او پلویان یې په نړیواله کچه د ښځو د حقونو په پراخ نقض تورنيږي، د ښځو د حقونو د تامين په اړه يو ځانګړی فرمان ورکړی.

هيبت الله اخوند زاده په دې فرمان کې د نکاح په اړه د نجونو او کونډو رضايت شرط کړی.

هغه دغه راز د ميراث او مهر په اړه هم د ښځو د حقونو د تامين امر کړی او د څو ودونو لرونکي کسان یې د مېرمنو تر منځ عدالت ټینګولو ته بللي.

د طالبانو اميرالمومنين په دې فرمان کې ستره محکمه، د حج او اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه د فرمان عملي کولو ته مؤظف کړي دي.

هغه د ښځو د زده کړو او کار د حقوقو په اړه چې طالبان يې په نقض ډېر تر نیوکو لاندې دي، څه نه دي ويلي.

ویل کیږي، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو سره سم، له شاوخوا ۴ ميليونه ښځينه وو څخه د زده کړو او کار حقونه اخيستي دي.

دوی له دې کبله په پراخه کچه د افغانانو او نړیوالو تړ نیوکو لاندې دي.

د طالبانو رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخند څو ورځې وړاندې مدعي شو، چې د ښځو حقونه په نړۍ کې هیچا د دوی په شان نه دي تامين کړي.

3 COMMENTS

  1. جناب اميرالمؤمنين السلام عليكم و رحمة الله ٠٠٠٠و بعد اميرالمؤمنين نام مسؤليت عظيم و نهايت ثقيلي است كه انرا خلفاي راشدين رضي الله عنهم بوجه احسن ان مطابق مسمي به انجام و خداوند متعال از انها راضي شدوحالا راجع به فرمان و بيشنهاداتم اسلام عزيز نه تنها حق تلفي زنان بلكي حتي حق تلفي كافر  حيوان و نبات را هم نمي بذيرد بس طالبان بايد حق شناس باشندثانيا اكر ميخواهيد براي تحقق ارمان ملت  و امة كاري انجام دهيد بايد امانات را به اهل اش بسباريد نه به هر طالب بودري و نسواري چنانچه بیانات جاهلانه که در راس وزارت تحصیلات عالی صورت گرفت مایه تاسف ملت و امت است ایشان اگر سواد کافی دارند تالیفات علمای نامدار جهان اسلام  چون د.نابلسی وغیره را مطالعه کنند تا اسلام را ضربه نزنند و ۱۳۰۰ ایات تکوینی شاهد بر انست که این مسله ایجاب بحث مفصل را دارد وبالاتر از ظرفیت کامنت است ثالثا ورود افرادیکه تنها تجربه کشتنن زدن و  ویرانی دارند به ادارات و شهر به نفع تان نیست رابعا  نسوار وغیره دخانیات را طلبای عزیز باید ترک کرده و موهای سر را مردانه بسازند تا محیط ادارات و شهر بیشتر رملوث نشوند

  2. A good tiny first step and the next decree from the same person should be, about the right of education, right of work and non-requirement of suffocating head to toe covering for the women of Afghanistan.

  3. د ملا هیبت – ملا عمر او حبیب الله کلکانی تر منځ توپیر دا دئ چی:
    کلکانی یو عینی واقعیت ؤ یعنی شخص ئې موجود ؤ
    خو
    ملا عمر او ملا هیبت خارجی وجود نلری او فقط یو سیورئ او دیجیټالی او حرفَوی او تبلیغاتی او روانی – روحی موجودات دی
    امّا ورته والئ ئې:
    درې واړه د خبیث انګریز اختراعات دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...