شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد مدافع وکيلانو خپلواکه ټولنه مهرولاک او عدليې وزارت سره اړونده شوې

د مدافع وکيلانو خپلواکه ټولنه مهرولاک او عدليې وزارت سره اړونده شوې

تاند:( جمعه، د قوس دولسمه) د افغانستان د مدافع وکيلانو خپلواکه ټولنه وايي، چې طالبانو يې په کابل کې مرکزي دفتر تړلی او تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

د‌ دغې ټولنې د تعليماتو د برخې مشر خواجه غوربندي وايي، چې دا کار د طالبانو د رياست الوزرا په امر شوی.

غوربندی زياتوي، چې د ټولنې د دفتر له مهرولاک کیدو سره د دوی شاوخوا ۶ زره غړي هم له کاري استقلال څخه بې برخې شوي او هم يې د ستاژ برخه ټکنۍ شوې او د سلګونه محصلينو عملي زده کړې له خنډ سره مخامخ شوي دي.

د طالبانو د عدليې وزارت وياند محمد بشار بيا له نوموړي سره په ټلویزیوني بحث کې د ګډون پر مهال وويل، چې د مدافع وکيلانو دفتر مهرولاک شوې نه دی، خو دوی ورته خپل سرپرست معرفي کړی.

د هغه په وينا، د طالبانو په تېره واکمنۍ کې هم مدافع وکيلان د عدليې وزارت اړوند وو او د ايران، متحده عربي اماراتو او پاکستان په شان ګڼو هېوادونو کې مدافع وکيلان د عدليې وزارت تر چتر لاندې فعاليت کوي.

د مدافع وکيلانو د ټولنې استازي بيا وويل، چې د طالبانو تېره واکمني نه بايد د دوی د اوسنيو چارو اساس شي.

د هغه په خبره، په ذکر شويو هېوادونو کې مدافع وکيلان د عدليې وزارت اړوند نه، بلکې يوازې جوازونه يې وزارت ورکوي.

خواجه غوربندی دا هم وويل، چې که طالبان له هغو هېوادونو سره سيالي کوي، په اټومي ټيکنالوژۍ، اقتصاد او نورو برخو کې دې وکړي، نه دا چې قیودات پر خلکو زيات او لاسته راوړنې په شا وتمبوي.

د مدافع وکيلانو د ټولنې استازي دا خبرداری هم ورکړ، چې شکايتونو ته يې د نه پاملرنې په صورت کې به دوی په لاریونونو او مدني اعتراضونو لاس پورې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په داسې اعتراضونو هم بنديز لګولی او معترضینو سره له تشدده ډک چلند یې د اعتراضیه حرکتونو د کمرنګه کیدو او ان پاې ته رسيدو سبب شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب