دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد روسیې دفاع وزارت ۳ پوځي الوتکې کابل ته راولیږلې

د روسیې دفاع وزارت ۳ پوځي الوتکې کابل ته راولیږلې

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۰مه) د روسیې دفاع وزارت وايي، درې الوتکې یې کابل ته رسېدلي چې ۳۶ ټنه بشري مرسته افغانستان ته ورسوي او له هغه ځایه روسي اتباع، افغانان او د نورو هیوادونو اتباع راوباسي.

د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د روسیې د دفاع وزارت «درې (IL-76) پوځي ترانسپورتي الوتکو د کابل په هوايي ډګر کې د بشري مرستو بار کښته کړ او له افغانستانه د کسانو د ایستلو لپاره په دغه هوايي ډګر کې انتظار دي. ټولټال ۳۶ ټنه بشري مرسته دغو الوتکو کابل ته رسولې ده.»

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر، دفاع وزیر سرګی شویګو له افغانستان څخه د روسیې د فدراسیون او د ډله ییز امنیت ټولنې د غړیو هیوادونو د ۳۸۰ نورو اتباعو او د روسیې په پوهنتونونو کې په زده کړو د بوختو افغان محصلانو د ایستلو چارې تنظیم کړې.

د طالبانو له واک ته رسېدو او د نړیوالو الوتنو له بندېدو سره ډېر شمېر افغان محصلان بې برخلیکه پاتې شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب