دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
HomeخبرونهWarsaw انسټیټوټ: د ط پر وړاندې د روسیې دیپلوماسي ماتې سره مخ...

Warsaw انسټیټوټ: د ط پر وړاندې د روسیې دیپلوماسي ماتې سره مخ ده

تاند:( چار شنبه، د قوس لسمه)‏‏‏‏ د Warsaw په نوم یوه څېړنیز انسټیټوټ د طالبانو په اړه د روسیې د دیپلوماسۍ له څېړلو سره ویلي، چې د دغه هېواد ډیپلوماسي د طالبانو په اړه له ماتې سره مخامخ شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې روسیه په پاکستان کې د ترویکا پلس ناستې له ترسره کیدو وروسته د طالبانو پر وړاندې خپله لېوالتیا کمه کړې ده.

د دغه انسټیټوټ په باور، داسې ښکاري چې روسیې له طالبانو څخه خپل شدید ملاتړ بیرته کم کړی او ورسره د اړیکو او تعامل له پایښت څخه نهیلې شوې ده.

څه موده مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل فارن پالېسۍ ته ویلي و، چې روسیه او د سیمې ټول قدرتونه له طالبانو سره محتاطانه او ازمیښتي لوبه کوي.

د نبیل په خبره، روسیه له یوه لوري ازبکستان ته له طالبانو څخه د ملاتړ ویلي، خو بل لور ته یې تاجیکستان ته ویلي، چې د طالبانو مخالفینو ته پناه ورکړي او پر ضد یې د مقاومت مرکزیت خپل کړي.

یو شمېر نور شنونکي هم باورمن دي، چې روسیه او د سیمې ګڼ نور هېوادونه د هغو توقعاتو د پوره کیدو له اړخه نهیلي شوی، چې د طالبانو له واکمنیدو څخه یې لرل.

د داعش ډلې ځپل، چې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر هېوادونه پکې طالبان ناکام ګڼي، د دوی له واکمنۍ څخه د نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو اساسي غوښتنه ښکاري.

طالبانو له روسیې سره د خپلو اړیکو د کمرنګه کیدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان باور لري، چې طالبان هم د خپل متناقض جوړښت، هم د لازمو دیپلوماتیکو ظرفیتونو د نشتوالي او هم د سیمې او نړۍ د ګټو د ډېر تضاد له کبله نه شي کولای متوازن سیاست او بهرنۍ اړیکې ولري، چې دا یې د واکمنۍ لپاره یوه لویه ننګونه ګڼل کیږي.

د طالبانو ویاندویان بیا خپل بهرنی سیاست مستقل، د هېواد پر لوړو ګټو ولاړ او متوازن ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب