دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهپوتین: د افغانستان بانکي زېرمې خوشې کړئ، ط وسلې نه پرې اخلي،...

پوتین: د افغانستان بانکي زېرمې خوشې کړئ، ط وسلې نه پرې اخلي، خپله ډېرې لري

تاند:( چار شنبه، د قوس لسمه)‏‏‏‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له امریکا متحده ایالاتو غوښتي، چې د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره کنګل کړې بانکي زېرمه له بندیزونو را خلاصه او دغه هېواد ته وسپاري.

هغه ټینګار کړی، چې افغانان له بد بشري او اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي او د دغو پیسو ور خلاصول ورته ډېر ضرور دي.

روسي ولسمشر په ورته وخت کې امریکا ته د کنایې په ډول ویلي، چې طالبان پر یادو پیسو وسلې نه پېري، ځکه پریمانه وسلې او تجهیزات ورسره شته دي.

پوتین دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره د طالبانو د مذاکراتي پلاوي خبرې هم روانې دي.

په دې خبرو کې طالبان دوه عمده غوښتنې لري، چې یوه یې د همدغو کنګل شویو بانکي زېرمو د را خلاصولو او بله د دوی د واکمنۍ په رسمیت پېژندلو په اړه ده.

امریکا متحده ایالاتو تراوسه د دغو مذاکراتو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو امریکایي استازي په دې خوښي ښودلې، چې نړیوالو موسسو سره د طالبانو اړیکې ښې دي.

پرون رویټرز راپور ورکړ، چې نړیوال بانک په دې هڅه کې دی څو افغانستان ته د کنګل شویو بانکي زېرمو ۵۰۰ میلیونه ډالره را خلاص او د نړیوالو بشري سازمانونو په واک کې ورکړي، څو په بشري ناورین کې ایسارو افغانانو ته مرستې ورسوي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې سره په امریکا کې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې د شاوخوا یو نیم سل قربانیانو کورنیو محکمې ته هغه شکایت برابر کړی، چې له مخې یې د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې ۷ میلیارده ډالره دوی ته د یادې پېښې په تنظیم کې د طالبانو د همکارۍ په تاوان کې دوی ته ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب