دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد ترکیې بهرنیو چارو وزیر له ایټالیې او هالینډ سره پر افغانستان...

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر له ایټالیې او هالینډ سره پر افغانستان خبرې کړي

تاند:( چار شنبه، د قوس لسمه)‏‏‏‏ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر داوود چاوش اوغلو د لیتوانیا په پلازمېنه کې د یوې غونډې په حاشیه کې، له خپلو ایټالوي او هالینډي سیالانو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

سرچینې همدومره ویلي، چې په دوه جلا لیدنو کې درېیو بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان وضعیت ارزولی او په اړه یې پر خپلمنځیو همکاریو ټینګار کړی دی.

ترکیې له څه موده ځنډ وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه نورو هېوادونو سره خبرې کړي دي.

د طالبانو له واکمنیدو مخکې او دغه راز د واکمنیدو په اوایلو کې یې دغه هېواد د افغانستان په قضیه کې ډېر فعال ښکاریده، خو اوس معلومیږي چې لېوالتیا یې کمه شوې او یا طالب لوري د ډېرې لېوالتیا فرصت نه دی ورکړی.

ترکیې تمه لرله، چې د افغانستان د قضیې د حل لپاره به د افغانانو د خپلمنځۍ ناستې کوربه شي، خو ظاهراً طالبانو ورته د دومره فعال رول فرصت ورنه کړ.

د افغانستان یوه لویه برخه سیاستوال دا اوس هم ترکیه کې دي او ویل کیږي، چې د طالبانو په مخالفت یا خپلمنځي اتحاد لپاره په انسجام بوخت دي.

په تازه راپورونو کې ادعا شوې، چې ترکیې د افغانستان یوه مشهور او طالب ضد جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ته د ورتلو ویزه نه ده ورکړې.

تمه کیده، چې سیاف به ترکیې ته ورځي او له هغه ځایه به د طالبانو خلاف د مقاومت ملي عالي شورا پخپله مشرۍ سمبالوي.

د یادې شورا یو شمېر نور مطرح غړي په ترکیه کې دي او وخت په وخت د طالبانو خلاف څرګندونې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب