دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهسعودي او هند په کابل کې خپل سفارتونه بیرته پرانیزي

سعودي او هند په کابل کې خپل سفارتونه بیرته پرانیزي

تاند:( چار شنبه، د قوس لسمه)‏‏‏‏ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سعودي عربستان د خپل سفارت د پرانیستلو په موخه د دیپلوماتانو یو ۱۴ کسیز پلاوی کابل ته لیږلی.

د سعودي ځینو رسنیو هم دا خبر تایید کړی، خو ویلي چې د سفارت د پرانیستلو موخه به یوازې کونسلي خدمتونه وي او د طالبانو واکمني به په رسمیت ونه پېژني.

د هندوستان هندو ورځپاڼې هم پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د دوی سفارت هم ممکن په ورته ډول پرانیستل شي.

هندوستان هم ټينګار لري، چې په کابل کې به د سفارت پرانیستل کیدل یې د طالبانو د واکمنۍ د رسمیت منلو په مانا نه وي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د څو محدودو هېوادونو له سفارتونو پرته نیږدې ټولې نړۍ سره دیپلوماتیکې اړیکې قطع دي او په کابل کې اکثریت بهرني سفارتونه او سیاسي نمایندګۍ تړل شوي دي.

دا واکمني، چې له حاکمیدو یې شاوخوا درې نیمې میاشتې کیږي، تراوسه د نړۍ هیڅ هېواد هم په رسمیت نه ده پېژندلې.

د ټول شموله حکومت جوړول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.

طالبان بیا دا شرطونه ردوي او ټينګار لري، چې هم یې حکومت ټول شموله دی، هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او هم یې بشري او ښځینه حقونه تر ټولې نړۍ ښه تامین کړي دي.

له دې سره، په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو دوام لري، چې طالبان یې د ښو پایلو هیله لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په یوه وینا کې ویلي: د امریکا سفارت به انشالله زر پرانیستل شي او ورسره به نیم ساعت کې د نړۍ ګڼ نور هېوادونه هم په کابل کې خپل سفارتونه خلاص کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب