دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهط ته د افغان شیعه ګانو غبرګون، وایي بیعت ډېر زوړ دود...

ط ته د افغان شیعه ګانو غبرګون، وایي بیعت ډېر زوړ دود دی، نه یې کوو

تاند:( چار شنبه، د قوس لسمه)‏‏‏‏ د افغانستان یو شمېر اهل تشیع مشرانو د طالبانو هغه اعلان ته غبرګون ښودلی، چې ویل کیږي له شیعه ګانو څخه یې د بیعت ترلاسه کولو او په بدل کې د ځینو امتیازاتو د ورکولو په موخه ځانګړی کمیسیون جوړ کړی.

پرون د طالبانو د استخباراتو یوه مقام حافظ ذاکرالله ځینو رسنیو ته ویلي و، چې د ده په مشرۍ یو کمیسیون جوړ شوی، څو له طالبانو سره د شیعه ګانو د بیعت موضوع همغږې او دغه راز په حکومت کې د شیعه ګانو د ګډون ترڅنګ د دوی ځینې ستونزې ور حل کړي.

دې موضوع ته په غبرګون کې د افغان شیعه ګانو او د حزب حرکت اسلامي یوه مشر سید محمد علي جاوید ویلي، چې دا خبره ناسمه ده.

د ده په خبره، چې په مشرۍ یې ګڼو شیعه ګانو او هزاره ګانو له طالب مشرانو سره لیدلي او مختلف موضوعات یې بحث کړي.

هغه زیاتوي، چې د طالبانو په حکومت کې د هزاره او شیعه ګانو رول بیخي نشته او دوی غواړي، چې ونډه ورکړل شي.

له دې سره، دی باور لري چې بیعت کول یو زوړ دود دی او دوی نه دي حاضر، چې د امتیازاتو یا ستونزو حلیدو په بدل کې یې طالبانو سره بیعت وکړي.

هغه ټینګار کوي، چې طالبان باید د خپل واک د مشروعیت لپاره ټاکنو ته زمینه مساعده او په دې ډول خپل مشروعیت ترلاسه کړي.

یاد شوي شیعه مشر دا هم ویلي، چې دوی سره د اړیکو موضوع د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست تعقیبوي او په دې برخه کې د حافظ ذکرالله د مشرۍ تر څنګ یو بل کمیسیون هم استخباراتو جوړ کړی، څو په ګډه کار ورسره وکړي او ستونزې یې حل شي.

2 COMMENTS

  1. د ټوپک او ډانګ په زور د خلکو نه بیعت اخستل د تالب د وحشت او تور جهالت د کړونو هغه ښکاره بیلګې دی چی د نړۍ په تاریخ کی هیڅ ساری نه لری.

    تالبه پدی کی هیڅ شک نشته چی د ضمیر او ایمان د خرڅولو په بدل کی د ارک تر دروازی راورسیدی.

    او همدا ضمیر خرڅول دی چی د افغان د ننګ او غیرت او د پښتونولۍ،، انسانیت او اسلامیت ټول ارزښتونه دی د خپو لاندی کړی دی.

    خو تالبه په خلاصو غوږونو واوره چی هر یو د وخت فرعون د خپلۍ زورواکۍ بنیادونه د وحشت او انسانیت دښمنۍ په اساس ایښودلی او ټینګ کړی يی دی خو هیڅکله يی د خلکو په زړونو کی ځای نه دی پیداکړی او اخر يی د ذلت او رسوایۍ پرته بل څه په لاس ندی راوړی.

  2. تعجب ځای دی ، دا بعضی خو عجیبه عقلانیت څخه کار اخلی ، چه تابعیت ضروریی ګڼی او بیعت زړه کیسه ، ایا د ا ممکن وی چه تابعیت دی وی او بیعت د نه وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب