جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهډیپلومات خپرونه: منځنۍ اسیا افغان کډوالو ته مناسب ځای نه دی

ډیپلومات خپرونه: منځنۍ اسیا افغان کډوالو ته مناسب ځای نه دی

تاند:( چار شنبه، د قوس لسمه)‏‏‏‏ ډیپلومات خپرونې په یوه مطلب کې له افغان کډوالو او پناه غوښتونکو سره د منځنۍ اسیا د هېوادونو چلند څېړلی.

سرچینه وایي، چې دغه هېوادونه او په ځانګړي ډول ازبکستان او تاجیکستان د افغان کډوالو د ساتلو او پاللو لپاره چندان لېواله نه دي او ښه چلند هم نه ورسره کوي.

خپرونه د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر عبدالعزیز کاملوف او د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان څرګندونې نقلوي، چې په روښانه ټکیو یې د افغان کډوالو د پناه ورکولو په اړه بې علاقه ګي ښودلې ده.

ویل شوي، چې ازبکستان او تاجیکستان دواړو خپلې پولې کلک تړلي او هغه افغانان، چې وار د مخه دغو هېوادونو ته ورغلي، هغوی سره هم مناسب چلند نه کوي.

ډیپلومات خپرونه د تاجیکستان په اړه لیکلي، چې ولسمشر یې ظاهراً د طالب واکمنۍ سرسخت مخالف ښکاري، خو له طالب واکمنۍ څخه تښتیدونکو یا تښتیدلو کسانو ته په ګاونډیتوب کې اسانتیاوې نه برابروي او پناه نه ورکوي.

دا خپرونه په داسې مهال د ازبکستان او تاجیکستان په اړه بحث کوي، چې د ځینو شنونکو په باور دغو دواړو هېوادونو دا ځل افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد د ترانزیت ورکولو له اړخه ښه ګټه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له ټولو افغان ګاونډیانو غوښتي، چې افغان پناه غوښتونکو ته پولې ونه تړي، خو ټولو هېوادونو دا کار کړی دی.

ایران یوازینی هېواد دی، چې ویل کیږي له ټولو سرسختو قیوداتو سره بیا هم هره ورځ تر پینځو زرو پورې افغان کډوال په ناقانونه ډول له پولو ور اوړي او له هغې وروسته نورو هېوادونو ته د ورتلو هڅې کوي.

د طالبانو له واکمنیدو سره میلیونونه کسان له افغانستان څخه د تېښتې په حال کې دي.

فقر، بې کاري، د ژوند پر مختلفو برخو د طالبانو ځپونکي قیودات او راتلونکي ته شدیده نا امېدي د دغه وضعیت عمده لاملونه ګڼل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب