چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهازبکستان: نړۍ ته وايو چې ط مثبت اقدامات کوي او باید په...

ازبکستان: نړۍ ته وايو چې ط مثبت اقدامات کوي او باید په رسميت وپېژندل شي

تاند:( سې شنبه، د قوس نهمه)‏‏‏‏د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي نن د طالبانو د رييس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال ويلي، چې نړیوالې ټولنې ته د طالبانو د مثبتو اقداماتو معلومات ورکوو او ترې غواړو، چې د دوی واکمني په رسميت وپېژني.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

معلومه نه ده، چې ازبکستان په طالبانو کې څه مثبت اقدامات لیدلي او يا خپله طالبان خپل کوم اقدامات مثبت ګڼي او په اساس يې نړيوال رسميت ځانته غواړي؟

د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال مولوي کبير هم په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی د په رسميت پېژندلو لپاره ټول شرایط پوره کړي او نړۍ بايد خپلې بې قید و شرطه مرستې ورسره وکړي.

دغه لوړپوړي طالب مقام دا هم ويلي، چې ستونزې بايد د فشار پر ځای د خبرو له لارې حل شي.

‏ويل شوي، چې د ازبکستان ځانګړي استازي په دې لیدنه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د دوستۍ د دوام خبر ورکړی.

د طالبانو د واکمنۍ څه باندې سل ورځې کیږي، خو د دوی د تر ټولو ستر متحد او ملاتړي پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ یوه هېواد د دوی واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.

د سیمې او نړۍ نيږدې ټول هېوادونه په يوه خوله ټینګار لري، چې طالبان باید په افغانستان کې ټول شموله حکومت رامنځته او د بشري او ښځینه حقونو تامینول تضمین کړي.

طالبان بيا خپل حکومت ټول شموله ګڼي او ځانونه د ښځينه او بشري حقونو تر ټولو ستر نړيوال مدافعان یادوي.

د دې ترڅنګ، هغوی نه مني چې نړيوالو ترهګرو ډلو سره اوس هم اړیکې لري.

1 COMMENT

  1. افغانستان له يو اشغاله خلاص او په بل کې کښېووت.
    ازبک چارواکي دې له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې هغه د خلکو پر پرهرونو مالګې دوړول وي.
    دا د دې مانا ورکوي چې ازبکستان د افغانستان په نوي اشغال خوشاله دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب