جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د هېواد د اقتصادي ودې لپاره باید څه وکړو؟

د هېواد د اقتصادي ودې لپاره باید څه وکړو؟

عبدالکبیر”حساس”

په لنډه توګه اقتصادي وده داسې تعریفوو: د تېر کال په پرتله، سږکال؛ د یو هېواد د تولیداتو ډېروالی اقتصادي وده بلل کېږي او یا یې په لویه کچه داسې تعریفوو: د تېر کال په پرتله، سږکال؛ د یو هېواد د ناخالصو ملي تولیداتو(GNP) یا ناخالصو کورنیو تولیداتو(GDP) ډېروالی اقتصادي وده بلل کېږي. دا چې د اقتصادي ودې د محاسبې لپاره د تېر کال له قېمتونو څخه ګټه اخېستل کېږي سبب یې دا دی چې په ناخالصو ملي تولیداتو کې محاسبه شوی ډېروالی؛ د تولیداتو د میزان ډېروالي را وښایي او د قېمتونو د ډېروالي اغېزه(تورم) له منځه یوسي.
که لا یې اسانه کړو ویلای شو چې د پخوا په پرتله د یو هېواد د تولیداتو ډېروالی اقتصادي وده بلل کېږي، د بېلګې په توګه؛ که یو هېواد د یو کال په لړ کې ۱۰۰۰ ماشینونه تولید کړي او یو کال وروسته ۱۵۰۰ ماشینونه تولید کړي، ویلای شو چې د ماشینونو د تولید په برخه کې نوموړي هېواد ۵۰سلنه اقتصادي وده کړې ده.

د پخوا په پرتله د تولیداتو د میزان په ډېروالي یا اقتصادي ودې سره لا ډېر کاري ځواک ته اړتیا پیدا کېږي او د کارموندنې د ډېروالي سبب کېږي. د تولیداتو په ډېروالي سره د توکو عرضه هم ډېرېږي او په دې سره د توکو بیه ټیټېږي او د خلکو د پېرلو ځواک ډېرښت مومي.

اقتصادي وده د صادراتو د ډېروالي سبب کېږي او هېواد ته د اسعارو په راتګ کې اسانتیا رامنځته کوي، د زیاتو اسعارو په راتګ سره په بېلابېلو برخو کې د اړتیا وړ سرچېنو د برابرولو اقتصادي ارزښت زیاتېږي او په دې توګه تصمیم  نېوونکي چارواکي کولای شي د هېواد د بنسټېزو پروژو د پراختیا او همدارنګه د سړکونو، رېل پټلۍ، ښوونځیو، روغتونونو، روزنیزو مرکزونو، فابرېکو او داسې نورو د جوړولو لپاره؛ په ټولیزه توګه د هېواد د پرمختګ لپاره پلانونه جوړ کړي.

پورته ټکو ته په پام سره ویلای شو چې د یو هېواد اقتصادي ځواک او پرمختګ د اقتصاد په علم کې اړینه سکالو ده چې د کارموندنې ډېروالی، د تورم راکښته کول او اقتصادي وده یې اصلي بنسټونه  بلل کېږي.

د هېوادونو اقتصادي وده څنګه اندازه کېږي؟

ناخالص کورني تولیدات (GDP) په یو هېواد کې د تولید شويو ټولو وروستيو توکو او خدماتو ډالري ارزښت دی چې په وسېله یې د هیوادونو اقتصادي وده اندازه کیږي. نن ورځ، د ټولو هیوادونو په اقتصادي حلقو کې، ناخالص کورني تولیدات (GDP) د اقتصادي ودې په پرتله کولو کې د اصلي شاخص په توګه کارول کیږي. یعنې اقتصادي وده د پخوا په پرتله اوس د ناخالصو کورنيو تولیداتو (GDP) زیاتوالی ته وایي. مګر (GDP) څنګه وده کوي؟ پنځه لارې شتون لري چې د اقتصاد پوهانو په باور په اقتصادي سیسټم کې کولای شي د اقتصادي ودې لامل شي. هغه عمده عوامل عبارت دي له:

۱. د نویو ټکنالوژیو کارول:

په نویو ټکنالوژیو پانګونه د توکو او خدمتونو د تولید موثریت زیاتوي. په دې وروستيو کالونو کې د چين د توليداتو په بهير کې د نويو ټکنالوژيو په کارولو سره د نوموړي هېواد د اقتصادي ودې کچه خورا لوړه شوې ده.

که یو هېواد ډېره انساني پانګه ولري خو د کارولو لپاره یې نوې ټیکنالوژي ونه لري، له داسې هیواد څخه تمه نه کېږي چې د تلپاتې ودې په لور اړین ګامونه پورته کړي.

۲. په کاري ځواک کې د ګډون زیاتوالی:

اقتصادي وده هغه وخت زیاتېږي کله چې ډېر خلک د توکو او خدمتونو په تولید کې ښکېل وي.
۳. د تولید د نويو میتودونو کارول:

د کاري ځواک د تخصص په زیاتولو او د تولید د نویو میتودونو په پلي کولو سره، اقتصادي وده هم پورته ځي. مهارت لرونکي وګړي او تخصصي انساني سرچینې په اقتصاد کې د نویو توکو او خدمتونو د تولید اصلي عوامل دي.

په ورته وخت کې، د کمپیوټر په وسېله د کنټرول کېدونکو تولیدي میتودونو (رباتیکونو) پراخه کارولو؛ د ډېرو تولیدي شرکتونو د تولیداتو ظرفیت په ډراماتیکه توګه لوړ کړی.

۴. د نويو خامو موادو پیدا کول:

د توکو او خدمتونو د تولید لپاره اړینه ده چې د اړتیا وړ لومړنۍ سرچینې چمتو کړل شي. طبیعي سرچینې د بېلابېلو هېوادونو په صنعتونو کې مهم رول لوبوي او د نویو سرچینو کشف د اقتصادي تولیداتو ظرفیت لوړوي.
۵. د سوداګرۍ او راکړې ورکړې ډېرښت:

له نورو هېوادونو سره د یو هېواد سوداګریزه وړتیا او د راکړې ورکړې حجم ډېرول؛ د هېوادونو د اقتصادي ودې یو له خورا مهمو لاملونو څخه دی؛ چې په ډېرېدلو سره یې اقتصادي وده زیاتېږي او په کمېدلو سره یې اقتصادي وده مخ په ځوړ درومي.

1 COMMENT

  1. ډیر ښکلی مطلب او اسانه او خولص ډول معلومات وړاندی شوی ، که په راتلونکی کی د افغانستان لپاره خاص خاص ساحی ذکر شی او کومی ممکنه لاری شته په ذکرشوی ۵ ساحو کی وړاندی شی ښه به وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب