جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان له خپلې لارې افغانستان ته د هند مرستو ته شرطونه کېښودل

پاکستان له خپلې لارې افغانستان ته د هند مرستو ته شرطونه کېښودل

تاند(سې شنبه، د عقرب ۱۰مه) پاکستان افغانستان ته د خپلې خاورې له لارې د هند د بشري مرستو د تېرېدو لپاره یو لړ نوي شرطونه ایښي دي.

هند غواړي چې افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم او همداراز درمل واستوي. پاکستان له یوه اوږده ځنډه وروسته ومنله چې د دغه هیواد له خاورې دې افغانستان ته د هند بشري مرسته ورسول شي خو اوس پاکستان د شرطونو یو اوږد لیست هند ته سپارلی دی.

د دواړو خواوو چارواکي د پاکستان پر شرطونو خبرې کوي.

هندي سرچینو انډیاټوډې ورځپاڼې ته ویلي چې د پاکستان په شرطونو کې دوه یې د هند لپاره د اندېښنې وړ دي.

د پاکستان یو شرط دا دی چې د هند ټوله مرسته به له واګې بندره تر کابل پورې پاکستانۍ لارۍ وړي او کرایه به یې ورکول کېږي خو هند وايي چې هندي لارۍ دې یې تر افغانستانه ورسوي او که پاکستان له دې سر ه موافق نه وي بیا دې د افغانستان لارۍ دې، چې هسې هم تر واګې بندره راځي، د هند مرسته خپلې خاورې ته ورسوي.

خو پاکستان تر دې دمه په دې ټینګار کوي چې پاکستاني لارۍ به د هند مرسته افغانستان ته رسوي.

پر دې سربېره پاکستان د هند د مرستې د لېږدېدو لپاره حق العبور غواړي خو هند وايي چې د بشري مرستو په خاطر هیڅ هیواد حق العبور نه غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ (چهارشنبه د نوومبر ۲۴) ویلي و چې «له افغانانو سره د ښه نیت په نښه د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د هند ۵۰ زره ټنه غنمو او نورو مرستو ته اجازه ورکړي چې د واګې د بندر له لارې په استثنايي ډول د بشري خواخوږۍ په خاطر د پاکستان له خاورې افغانستان ته ولېږدول شي.»

هند د اکتوبر په ۷ مه نېټه افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې وړاندیز کړی و خو پاکستان د نوومبر په ۲۴ ومنله چې اجازه ورکوي چې له خاورې یې دا مرسته افغانستان ته تېره شي.

په افغانستان کې تر نیمايي ډېر خلک له جدي لوږې سره مخامخ دي او وېره ده چې ډېر شمېر افغانان، په تېره بیا ماشومان به په ژمي کې له خوارځواکۍ ومري.

6 COMMENTS

  1. افغان حکومت د دپاکستان ټولی لارۍ چی منځنی آسیا او یا افغانستان ته راځی تر هغو د پری بندیز ولګول شی تر څو پاکستان دبشری مرستو رسول افغانستان ته بدون د قید او شرط ومنی او عمل پری وکړی

  2. طالبانو خو د خدای لپاره جهاد کړی، خو اوس دې الله تعالی سوال وکړي چې د حکومت زړه نرم شي او له حق العبور پرته غنم ورته پرېږدي. د پاکستان ملايان خو داسې غلي دي چې سوڼ يې نه خېژي. د جهاد فتواوې خو يې ګرمې ورکولی شوې، خو اوس حکومت ته نه شي ويلی چې د اسلامي خواخوږۍ له مخې ورته د لارې اجازه ورکړي. ولې دا کار نه کوي؟

  3. افغان حکومت؟؟ کوم حکومت، طالب؟؟ هههه، هندو راځي له يو مسلمان هيواد سره کومک کوي،خز پام چې ځان ته مسلمان وايي بیا داسې کړنې کوي چې د اسلام سره مطلق په ټکر کې دي او پاتې سو طالب، خپله طالب چې تر اوسه د پنجاب هرې کړنې ته چوپ پاتې ده دا خپله روښانه کوي چې طالب د پنجاب غلام ده،دوی خو وايي چې امريکا ته يې ماته ور کړه خو پاکستان ته پورته هم نسي کتلی…

  4. ښه او بد دوستان په بدو ورځو کې معلومیږي .
    پنجاب یو منافق دولت دی . دوی حتی له خپلو خواخوږو او حلقه به ګوشو او لاسپوڅو ټالبانو سره هم خواخوږي نه لري . فکر کوم پنجابیان به له مظلومو افغانانو لا ډېر وږي وي. دوی غواړي له محرومو او مظلومو ، احتیاجو ، جګړه ځپلو افغانانو نه د هند مرستې ځان ته ووهي .
    منافقین به کوشش وکړي د هند له مرستو یو څو لارۍ ځان ته تاو کړي او که ونه شوه نو خپل زاړه غنم به افغانستان ته را ولیږي .
    د افغانستان او هند واکمنان باید په هېڅ صورت سره د پنجاب فیصلې سره موافقه ونکړي .

  5. ولي طالب غلام د افغانستان خاوره د خنزير پنجاب لپاره قالينه وګرزوله سي په نرمو او پستو ګامونو منځنۍ اسيا ته ځي او راځي. بيا ولي د طالب مرتد په خوله کې اوبه ورتويږي سي هيڅ نسي ويلای ؟ دغه دنجس خبيث موزي طالب د غلامي ښکاره علامه. تف لعنت په هغه چا سي طالب ته د ازادي د اتل نوم ورکوي. ?

  6. هند و ګټله او دای ثابته کړه چه پاکستانی ملایان او جنرالان څومره د افغانستان سره خواخوږی لری، نو اوس که طالبان باید دا هرڅه، یاد و ساتی چه پاکستان تل افغانستان سره دوه مخی لوبه کوی او لوی هدف یی د افغانستان ورانول او ضعیف ساتل دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب