جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سعودي څو دیپلوماتان کابل ته راغلل

د سعودي څو دیپلوماتان کابل ته راغلل

تاند(سې شنبه، د عقرب ۱۰مه) وروسته له دې چې سعودي عربستان د افغانستان په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان د فوق العاده غونډې غوښتنه وکړه د دغه  هیواد د دیپلوماتانو یوه ډله نن / سې شنبې کابل ته راورسېده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي چې د سعودي دیپلوماتان د دې لپاره کابل ته راغلي چې په دې ښار کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

سرچینې وویل چې د سعودي عربستان سفارت به ژر په کابل کې په کار پیل وکړي.

سعودي عربستان وروسته له دې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي چې د دغه هیواد نژدې متحد، متحده عربي اماراتو خپل سفارت پرانیست.

خو سره له دې چې دغو هیوادونو او قطر خپل سفارتونه په کابل کې پرانیستي، هیڅ یوه تر دې دمه د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته چمتووالی نه دی ښوولی.

د سعودي عربستان حکومتي سرچینو تېره اوونۍ ویلي و چې په کابل کې به خپل سفارت بېرته پرانیزي.

جاپان هم روانه اوونۍ وویل چې طالبانو ورڅخه غوښتي چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

جاپان او ځینو لوېدیځو هیوادونو خپل سفارتونه دوحې ته انتقال کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب