جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو خپلوان د افغانستان ۷ ملیارده شتمني...

د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو خپلوان د افغانستان ۷ ملیارده شتمني په تاوان کې غواړي

تاند(سې شنبه، د عقرب ۱۰مه) د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي قربانیانو خپلوان وايي چې د افغانستان ۷ ملیارده بانکي شتمنۍ دې، چې د امریکا په فدرالي خزانه کې ساتل کېږي، د تروریستي حملو قربانیانو ته د تاوان په توګه ورکړل شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون / دوشنبې راپور ورکړ چې د بایډن اداره په پام کې لري چې د جمعې په ورځ فدرالي محکمې ته ووايي چې څه ډول پرېکړه به د امریکا له ملي ګټو سره برابره وي؛ کابل ته د پیسو بېرته سپارل او که د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې د قربانیانو کورنیو ته د هغو ورکول.

دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر د یوولسمې په تروریستي برید کې هیڅ شامل کس افغان نه و. یوازې د دغو بریدونو طراح اسامه بن لادن په افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې اوسېده.

د امریکا عدلې وزارت له حقوقپوهانو سره په خبرو بوخت دی چې که پرېکړه په دې وشوه چې دا پیسې دې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي، نو په څه ډول پیسې ووېشل شي یا هرې کورنۍ ته څومره ورکړل شي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا په حکومت کې له بېلابېلو ادارو سره کار کوي چې پر دې وړاندیز غور وکړي.

د سپټمبر د یوولسمې نېټې د حملو د قربانیانو نژدې ۱۵۰ غړیو کابو ۲۰ کاله پخوا محکمې ته مراجعه وکړه او د غرامت غوښتنه یې وکړه.

د سپټمبر د یوولسمې په حملو کې نژدې ۳ زره تنه ووژل شول.

د قربانیانو حقوقي دعوه د القاعده او طالبانو پر ضد وه او له دواړو ډلو د تاوان غوښتنه شوې وه.

له دې دعوې یوه لسیزه وروسته یوې محکمې وویل چې قربانیانو ته باید ۷ ملیارد ډالره تاوان ورکړل شي.

خو د محکمې پرېکړه هغه مهال سمبولیکه وه ځکه چې امریکا پر افغانستان برید کړی و، د طالبانو رژیم یې پرزولی و او القاعده یې هم ځپلې وه.

1 COMMENT

  1. ورانی چا وکړ تاوان له چا غواړی. دا وطن چی ټوټی ټوټی شو په زرهاوو خلک یی ووژل شول دوی له چا دوان واخلی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب