Home+د افغانستان د کرکټ سرروزونکی قرارداد نه تمدیدوي

د افغانستان د کرکټ سرروزونکی قرارداد نه تمدیدوي

تاند- د جنوبي افریقا پخوانی الراونډر لېنس کلسینیر به د دسمبر په یودېرشمه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د سرروزونکي په توګه دنده پرېږدي.

د افغانستان له لوبډلې سره د نوموړي قرارداد د دسمبر په ۳۱ پای ته رسېږي.

دی چې د ۲۰۱۹ م کال په سپټمبر کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د سرروزونکي په توګه ټاکلی شوی، وايي چې نه غواړي خپل قرارداد تمدید کړي.

کلسینیر په یوه بیان کې پرون (دوشنبه/ د نوومبر ۲۹) وویل «له دې ټیم سر ه مې ۲ کاله تېر کړل. له دوی څخه به ځینې ښې خاطرې له ځان سره یوسم.»

تر کلسینیر مخکې اندي مولز د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سرروزونکی و.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کووید ۱۹ له کبله په ۲۰۲۰ کې چندان سیالۍ ونه کړای شوې خو د کلسینیر تر لارښوونې لاندې یې په درو ټیستلوبو کې یوه، په ۶ یو ورځڼیو سیالیو کې ۳ او په ۱۴ شل اوره سیالیو کې ۹ وګټلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...