جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو د څار سازمان: ط تر سلو ډېر پخواني ځواکونه...

د بشري حقونو د څار سازمان: ط تر سلو ډېر پخواني ځواکونه وژلي او ورک کړي

تاند:( سې شنبه، د قوس نهمه)‏‏‏‏ د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په یوه راپور کې پر طالبانو تور لګولی، چې له واکمنیدو سره یې په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې تر سلو پورې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه یوازې په څلورو ولایتونو کې وژلي یا ورک کړي دي.

 د یاد شوي سازمان په حواله، دغه کسان د طالبانو لخوا په غچ اخیستونکو بریدونو کې وژل شوي یا ورک شوي، چې د برخلیک په اړه یې معلومات نشته.

 سرچینې ویلي، چې د طالبانو دا ډول وژنې او ځورونې سبب شوي، چې خلک د دوی لخوا د عمومي بښنې په اړه پر شوي اعلان بې اعتباره شي.

د یاد شوي سازمان د معلوماتو له مخې، پر پخوانیو دفاعي او امنیتي منسوبینو سربېره د جمهوري نظام ډېر هغه پلویان چې د طالبانو منتقدان، د بشري حقونو او مدني فعالیتونو فعالان یا خبریالان وو، د طالبانو لخوا د مرګ ګواښ سره مخ دي.

غزني، هلمند، کندهار او کندوز هغه ولایتونه دي، چې د بشري حقونو د څار سازمان پکې د څه باندې سلو مخکینیو دفاعي او امنیتي منسوبینو د وژلو او ورکیدو خبر ورکړل شوی.

د اسیا لپاره د یاد شوي سازمان یوه مقام پتریشیا گاسمن ویلي، چې دا ډول پېښې د طالبانو د عمومي عفوې په ژمنې د خلکو باور له منځه وړي.

طالبانو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په دې اړه یې مخکې ورته څرګندونې رد کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب