Home+د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د ملي موزیم اثار ولیدل

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د ملي موزیم اثار ولیدل

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۴مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه نن (پنجشنبې) په کابل کې ملي موزیم ته لاړ او د دغه مهم موزیم اثار یې له نژدې ولیدل.

د طالبانو د حکومت یوه ویندوی انعام الله سمنګاني ویلي چې دا موزیم پرانیستل شو.

د کابل موزیم په تېرو څه باندې ۱۰۰ ورځو کې د لیدونکو پر مخ بند و.

سمنګاني ویلي چې د موزیم هیڅ اثر زیانمن شوی نه دی او نور اثار هم ورزیات شوي دي.

ده همداراز ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پام کې لري چې د تاریخي عکسونو د ساتنې او نندارې لپاره یو ستر کمپلیکس جوړ کړي.

طالبانو په تېره دوره کې نه یوازې د بامیان دوې سترې مجسمې ویجاړې کړې بلکې د کابل موزیم ځینې ډېر ارزښتناک لرغوني اثار یې هم ویجاړ کړل.

دې کارونو طالبان په نړۍ کې د یوې متحجرې او ناپوهې ډلې په توګه مشهور کړل خو دا ځل طالبانو تاریخي اثار نه دي ویجاړ کړي.

په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو په منځ کې معتدل عناصر پیدا شوي چې د زوړپالو په شان فکر نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...