تاند (پنجشنبه، د قوس ۴ مه) له افغانستان څخه د مطرح او مشهورو کسانو د ایستلو په لړ کې د نشنل جیوګرافيک مجلې پر پښتۍ د مشهور عکس خاونده شربت ګله هم له افغانستانه وایستل شوه او ایټالیا ته ورسېده.
دا خبره د ایټالیا حکومت نن (پنجشنبې) اعلان کړه.
د ایټالیا د صدراعظم ماریو دراګي دفتر وویل، ایټالیا وروسته له دې د شربت ګلې په ایستلو کې مرسته وکړه چې هغې له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې مرسته وغوښته.
شربت ګله په ۱۹۸۴ م کال، چې د پېښور ښار په لمنه کې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېده او نامتو عکاس مک کارټي یې عکس خپور کړ، په درسته نړۍ کې مشهوره شوه.
دا عکس د نشنل جیوګرافیک مجلې پر پښتۍ چاپ شو.
مکارتي په ۲۰۰۲ م کال بریالی شو چې شربت ګله بیا ومومي.
په ۲۰۱۴ م کال دا په پاکستان کې وه خو وروسته له دې چې پاکستاني چارواکو پرې تور ولګاوه چې د دغه هیواد جعلي اسناد یې جوړ کړي، د افغانستان د حکومت په غوښتنه کابل ته واستول شوه او پخواني ولسمشر اشرف غني په کابل کې د استوګنې لپاره اپارتمان ورکړ.
thanks from Italy government.
they give political asylum to former king markhoom mohammed zahier family
I WISH FROM AFGHANS TO STAY IN AFGHANISTAN.
BUILD YOUR OWN COUNTRY,
PLEASE DO NOT TRANSFER HUMAN ENERGY TO WESTERN WORLD,
THANK YOU