Homeخبرونهمیرویس اشرف: د افغان کرکټ ښځینه لوبډله به خپل فعالیت ته دوام...

میرویس اشرف: د افغان کرکټ ښځینه لوبډله به خپل فعالیت ته دوام ورکوي

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلورمه)‏‏ د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست رئیس میرویس اشرف ویلي، چې د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډله به د پخوا په څېر خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

نوموړي پرون د بورډ د مدیره پلاوي په غونډه کې ویلي، چې د ښځینه کرکټ لوبغاړو د فعالیت دوام د کرکټ نړیوالې شورا یو مهم شرط دی.

د ده په خبره، دوی هڅه کوي، چې د دغه فعالیت د دوام لپاره ښځینه لوبغاړو ته لازم امکانات برابر کړي.

هغه د کرکټ بورډ مسوولینو ته وویل، چې له نړیوالې کرکټ شورا سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي او اصول یې باید په ښه ډول عملي کړای شي.

څه موده مخکې د طالبانو یوه ویاند احمدالله وثیق ویلي و، چې دوی به ښځینه کرکټ لوبغاړو ته له دې کبله د لوبو اجازه ورنه کړي، چې په دې لوبه کې یې حجاب نه مراعتیږي، د وجود ځينې برخې یې ښکاري او لوبې یې له ټلویزونونو خپریږي.

د طالبانو له دغو څرګندونو وروسته، د کرکټ نړیوالې شورا خبرداری ورکړ چې که طالبان پر افغان کرکټ بورډ قیودات ولګوي، دوی به له افغان کرکټ سره پر اړیکو بیا کتنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...