جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهیوناما: نړۍ دې له تاوتریخوالي د افغان ښځو ژغورلو ته عاجل اقدام...

یوناما: نړۍ دې له تاوتریخوالي د افغان ښځو ژغورلو ته عاجل اقدام وکړي

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلورمه)‏‏ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر( یوناما) په دغه هېواد کې د ښځو وضعیت له فاجعې ډک ګڼلی دی.

دغې ادارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې او د افغان ښځو وضعیت یې پکې په ډاګه کړی.

سرچینه زیاتوي: د افغانستان له هرو درېیو ښځو څخه یوه یې د فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي قرباني شوې ده.

د یوناما د ارقامو له مخې، په افغانستان کې د ښځو وضعیت ډېر لړزونکی دی.

دغه اداره وړاندې وایي، چې له هرو ۱۰ افغان ښځو څخه ۹ تنو یې لږ ترلږه یو ځل په ژوند کې تاوتریخوالی تجربه کړی دی.

 د یوناما په باور، د کرونا ویروس له خپریدو او وروستي انساني ناورین سره د افغان ښځو پر وړاندې وضعیت نور هم ستونزمن شوی، ځکه نارینه تر ستونزو لاندې دي او ښځو سره یې چلند لا نور خراب شوی دی.

یاده اداره د طالبانو له واکمنیدو سره د افغان ښځو د ازادیو او حقونو د تامین موضوع ډېره ستونزمنه شوې ګڼلې او ویلي، چې له دغه وضعیت څخه د افغان مېرمنو او نجونو د ژغورلو لپاره باید نړیوال لاس په کار شي.

طالبانو د یوناما د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو وویل، چې د افغانستان له اوج ته رسیدلي بشري ناورین سره له هرو ۴ حامله مېرمنو څخه یوه او له هرو ۴ تازه زیږیدلو ماشومانو څخه ۲ تنه یې په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی