جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهجاپان وايي، ط ورڅخه غوښتي چې په کابل کې سفارت پرانیزي

جاپان وايي، ط ورڅخه غوښتي چې په کابل کې سفارت پرانیزي

تاند(پنجشنبه، د قوس ۴مه) جاپان ټوډې ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې طالبانو له جاپان څخه غوښتي چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

پرون طالبانو ویلي و چې یو شمېر جاپاني دیپلوماتانو د طالبانو د رييس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې لېوالتیا ښکاره کړه چې په کابل کې به جاپان خپل سفارت پرانیزي.

جو جاپان ټوډې وايي چې د طالبانو د ريیس الوزرا لومړي مرستیال عبدالغني برادر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې خپل سفارت په کابل کې بېرته پرانیزي.

د جاپان ټوډې له راپور سره سم، جاپان د اګست په ۱۵ مه د طالبانو لاس ته د کابل له ورتلو سره سم خپل سفارت په دغه ښار کې موقتاً بند کړ.

جاپان د خپل سفارت کارکوونکي د قطر مرکز دوحې ته لېږدولي دي.

د جاپان ټوډې پر اساس، د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر هم له اوکادا څخه وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي مامور وویل چې حکومت یې په دې غور کوي چې ایا په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي خو که یې پرانیست هم یوازې به یې په سیمه ییزو (افغان) کارکوونکو پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب