شنبه, مې 18, 2024
Home+د لسو کلو ملګرې مې نن خپه کړه/ فرشته جلالزۍ 

د لسو کلو ملګرې مې نن خپه کړه/ فرشته جلالزۍ 

هسې خبره راغله او ما وویل چې (زه خوپښتنه یم).

دا ټکی پر هغې ښه ونه لګېد.

راته ویې ویل چې ته غرور کوې.

خوا مې بده شوه .

خوکورته چې راغلم، ځان ته مي په اینه کې کتل.

ما په اینه کې له (ما) سوال وکړ چې ته څوک یې؟

په اینه کې (ما) راته وویل:

+++

زه هغه د لېوال د شاعرۍ مهرباني یمه

زه هغه د خوشحال په حماسه کې دلیري یمه

زه د غني خان په لیونتوب کې بې باکي یمه

زه د غنم وږی پر دستار د ابدالي یمه، مغروره یم

زه خو د رازق ښایسته خندا یم، زه نامي یمه

زه د منظور خور یمه

زه د دنګې وړانګې په ناره کې ازادي یمه

زه خو د فرهاد د غزلونو فرشته یمه

زه خو ښاپېرۍ یمه ، نغمه یم، لایزاله زیبايي یمه

زه د ادم خان او درخانې د محبت له کیسې جوړه پرتمینه یم

زه د بابولالې ترنم یم، په لنډۍ کې رواني یمه

زه خو د پخې خټې منګی یمه

زه په ګودر پروت زرغون بنګړی یمه

غیرت لرم، خبره مي خبره ده ، عینو یمه

زه په خپل وطن باندې مینه یم، نازو یمه

ګل د پېښوریمه، چمن یمه

شال د لورلايي یمه

انار یمه، کندهاریمه

زه خوله د زرتار یمه

زه د شرشم ګل یمه

انګوریمه ، غزني یمه

زه که لیونۍ یمه، په بند د ګړندي یمه

زه دشیدو سریمه، زه ګاړه یم ، غوړي یمه

زه دپکتیکا د سپېرو سپرغو سپېلني یمه

زه د خوست ځنګل یمه

زه خو د کاروان د چنارپاڼه یمه، ژوند یمه

زه درنه پکتیا یمه، غوغا یمه

زه د بست کلا یمه، زابل یم، تاریخي یمه

سیند د اباسین یمه ، هیلمند یمه ، مستي‌ یمه

زه د لیلی دښته یم، لاله یم ،‌ صحرايي یمه

زه لکه بکوا یمه

مغروره یم، مغروره یم، فراه یمه

زه خو پښتنه یم، پرتمینه یم

نو زه به ولې غرور نه کوم؟

+++

د دې مکالمې په خاتمه کې مې په سر کې راتېره شول چې زه دا حقیقت نه شم بدلولای چې پښتنه یم .

موږ اکثر دا حقیقت د تواضع لپاره پټ کړی دی.

اوس، سوال دا دی چې بل څوک ولې په دې خپه کېږي؟

ما دافغانستان تر سقوط مخکې هېڅ داسې فکر نه کاوه .

ښايي له دې حادثې سره زما رواني حالت بدل شوی دی.

پخوا مې ځان له دې مسایلو بې خبره ساتلی و.

په یاد مي دي‌ چې څوکاله مخکې مې په ولسي جرګه کې د سیکهانواوهندوانو له استازې، انار کلي‌ هنریار سره خبرې کولې.

انارکلي ما اول وار لېدلې وه .

د هندوستان پوښتنې مې ورڅخه کولې.

هغه وخت ما هندوستان نه و لیدلی.

غالبا، هغه زما له نادانۍ ستړې شوه ، راته ویې خندل .

وايي: زه تعجب کوم چې اکثر افغانان ولې له ما دهندوستان پوښتنه کوي.

وايي: ایا ته پوهېږې چې اصلي افغانان موږ یو؟

وام : څنګه؟

وايي: کله چې عربو پرافغانستان حمله وکړه تاسو تسلیم شوئ، موږمقاومت وکړ او خپل هویت مو وساتل .

ښايي غوښتل یې چې خپله خبره بېرته رانرمه کړي.

ويې خندل، وايي: دافغاني غیرت نارې چې تاسو وهلې خو تاسودین بدل کړی دی، ته خبره یې؟

زه بې ځوابه وم.

ما وویل : هو، هغسې خوټول افغانان یوو.

انار کلي‌ وویل: هو! زه د سیکهانو اولاد یم، زه پردې فخر کوم .

ريښتیا یې ویل!

موږ ولې د حقیقت له منلو وېره لرو؟

موږ ولې بل ته پر خپل فردي‌ هویت د فخر اجازه نه ورکوو؟

موږ ولې هریوپرځان فخر نه کوو؟

ایا دا موږ له افغانیته باسي؟

انارکلي‌ هنریار د کابل تر سقوط وروسته نوي هند‌ ته ولاړه .

د نوي‌ ډیلي‌ په میدان کې یې خبریالانو ته ویل : زه په هندوستان کې ، افغانه مهاجره یم.

له دې خبرې سره یې شونډې ویړې شوې.

ما يې په موسکا کې لږ غرور ولید.

په زړه کې را وګرځېدل چې افغانستان لا پاته دی،  لاتسلیم شوی نه دی.

یوه ټوټه یې په انارکلي کې پاتې ده .

انارکلي به ولې غرور نه کوي؟


عبدالغور لیوال: شاعري یې د بې حده مهربانۍ احساس راکوي، زما لپاره یې همدا دشعرځانګېړنه ده

پیرمحمدکاروان: په شعرکې له طبیعت اوچناره زیاتې خبرې کوي او دا ماته خوند راکوي

جنرال عبدالرازق: ارمان چې له شهیدجنرال عبدالرازق سره مې مرکه ونه کړه. خندا یې عجیب معصومیت لري اوماته ډېرخوند راکوي.

ښاپېرۍ نغمه: ښایست یې مثال او زوال نه لري.

شمس ګړندی: په غزني کې یومشهورزیارت دی چې پیریانیان ورولي او بند ورته اخلي

ګاړه: د مستو د کټوې په بېخ پورې نښتې مستې دي‌ چې ‌ډېر خوند به یې راکاوه .

فرهاد دریا: دې سندرې (فرشته جان دوچشم تو …) ماته د میني عجیب احساس راکاوه، داسې لکه ماته چې وايي

منظور: کله چې له منظورپښتین سره خبرې کوم، راته وايي‌ (خورې). زه ورته وایم ، مشره. داماته سخت خوند راکوي.

وړانګه لوڼۍ: د شهید ارمان لوڼي خور او د پښتنو دسخت ژوند، مبارزې، جرات او مقاومت دروند سمبول ده

 خوله  : خولۍ  – د وله په وزن (خ سکون، ل او واو له فتحې سره) د وله په وزن

8 COMMENTS

  1. واه واه ډيره ډيره خوندوره لیکنه او خوندور شعر مو لیکلی مبارک مو شه
    دغسې کارونه کوه درنې خور شاعري ته دوام او لیکنوته هم زور ورکړئ

  2. سیکه او لرغونی افغانه؟ دسوال او بحث ځای دی.
    زما دیرس کلن یاد. سیکیزم داسلام او هندو ددینانو نه مرکب او د مذهب په اساس دپښتنو دښمن دین دی (چه دوی دغرو دخلکو په نامه یادوی) او په هغه باندی حماسی لری. سیکیزم او پنحابیتوب لازم او ملزوم دی. هغه چی دکور او سینګ په الفاظو کی روښانه دی.
    زیات سیکهان دهند دآزادی په خاطر افغانستان ته راتښتیدلی وو او افغانستان ورته پناه ورکړی وه. دهغوی دافغانیتوب تاریخ ګواکی لنډ دی.
    که دکابل، غزنی، قندهار، او نورو ځایو هندوان وویل سی نو بیا باید تم سو او شاید ومنو چه هغوی به ددی خاوری بچیان وی. مګر بیا هم باید وویل سی چه زیات تورپوستی سیندیان (هندوان) افغانستان ته داشوکا او نورو هندو او بودایی پاچاهانو په وخت کی راغلی ول چه شاید دځینی مسلمان کابلیانو څیری وهمدی ټکی ته اشاره وکړی.
    هندوان او اصلی افغانان؟
    اصلی: دا ټکی دا مانا افاده کوی چه هغوی له افغانانو نه اول په افغانی خاوره کی میشت وو. دا به دروغ وی. ددی خاوری خلک زیات مسلمان سول او کابلیان د محمود غرنوی تروخته هندوان پاتی وو. نو بیا محمود چه پښتانه دهغه په لښکرو کی زیات ول کابلیان مسلمان کړی دی. دا په دی مانا چه هم کابلیان او زابلیان ددی خاوری اصلی بچیان دی.
    که اصلی دا مانا لری چه هغوی مسلمان نسول نو بیا خو سوال پیدا کیږی ولی دا خبره یوی پښتنی ته ووسی. کابلیان دستارو په دین باندی مین وو بیا یی هندوتوب منلی وو او وروسته بیا بودایان سوی وو. نو بیا ولی ددین په بدلولو یو کس کم اصل سی؟
    دانار کلی نوم په پنجاب باندی دمینی شاهدی ورکوی. هغوی سیکه ده او هندوتوب یی پری ایښی او سیکه سوی ده. نو که دزاړه دین پریښول کم اصلی وی بیا نو هم انارکلی او فریشته دواړی باید کم اصلی ځان وبولی. (فریشته اعتراف کوی چه هغی دانار کلی خبره منلی ده).
    هیله ده افغانان خپل کلتور او دین ته په سپکه ونګوری. که بیځوابه پاتی هغه سوال ته جواب پیدا کړی.
    پښتانه باید مغروره سی چه دوی اول اسلام قبول کړی او دمظلومو عربو تښتیدلو کسانو ته یی په خپله مینه کی ځای ورکړی. هغوی یهودان سوی ندی خو مسلمان سوی. اسلام ته خدمتونه کړی دی. که یو کس له څلورسوه کلو وروسته بیا هم دهندوانو په فکاهیاتو باندی باور لری هغه دهغوی کار دی مګر دعقلانیت له زاویی پښتانه هغه دین راوړی چه هغه اوس هم دهر دین او ایدیالوژی نه بهتره او برتره افکار لری. دا چه ځینی پښتانه نه باندی پوهیږی هغه دنیم تعلیمه پښتنو ګنا ده.

  3. درې خبرې:
    – شعر ښکلی دی، خوښ مې شو. فرشته دې خپلې شاعرۍ ته دوام ورکړي.
    – د انارکلي خبره بې ځایه ده، سیکیزم د ګورو نانک له خوا رامنځته شوی، او نانک په ۱۴۶۹ کې پیدا او ۱۵۳۹ کې مړ شوی دی چې د دوی د دین ټول تاریخ خواوشا ۵ سوه کاله کیږي. که ته بي بي له خپل دین نه خبره وې، تا باید ورته ویلي وای چې زمونږ د دین تاریخ ستاسو له دین نه ډېر دی. د هغوی نیکونه به یا له هندوتوب نه سیکان شوي وي یا له مسلمانۍ.

  4. مننه عزیزانو،
    ستاسي دي خانه اباده يي!
    زه شاعره نه یم، هسې دا څو ورځې د لیکلوپیریان راباندې ناست دي، نه پوهېږم چې څومره به دوام وکړي. که دازما اخري شاعري وه، تاسي نا امېده نه سی.
    د سیکهانودتاریخ په برخه کې ستاسي خبره سمه ده. خو زما مطلب دا نه و چې اسلام تر سیکهیزم ځوان دی. هدف دا و چې سره له دې چې سیکهان په اسلامي افغانستان کې اوسي، لکه انار کلي، هغوي خپله ژبه اودودنه ساتلي او بیا هم ځان ته افغان وايي. هغوي په فخر وايي چې زه سیکه یا هندو او افغان یم. زما هدف دا و چې هریو باید اجازه ولرو چې ووایو چې زه سیک که مسلمان او په نهایت کې افغان یم. انار کلي افغانه ده .
    د ادیانو او دافغانستان د تاریخ په اړه اوس تر هغه وخت زیات معلومات لرم. هغه وخت زه بیخي ځوانه وم اودیني تعلیم مې هغومره و چې په کور او جومات کې مې زده کړي وو. متاسفانه ، ما د کرزي صاحب په حکومت کې ښوونځي لوستی او هغه وخت زموږ تعلیمي نصاب هم چندان ښه نه و …
    به هر حال، تاسی دی خدای اباد لري.
    وطن دي خداي را جوړ کړي. افغانستان دي خداي افغانستان کړي چو ټول ازاد او ارام ژوند وکړي.

    ستاسي څخه یو جهان مننه کوم چې دا یادداشت تاسي په دومره غور لوستی او بیا تاسو نظرونه لیکلي دي.
    په درناوي!
    ستاسي ټولو خور ، جلالزۍ

  5. زه ندرتاً عطر کاروم البته عطر می ډیر خوښ دی او د بل چا لخوا کارول سوو اصیلو عطرو بوی می هم خوښ دئ.
    امّا
    امان د هغو ښځینه سګریټ کښانو – عطر کاروونکو د بوی څخه چی د اصیلو عطرو او تیزو او تُندو تنباکو بوی ئې سره ترکیب سی.
    عطر ( د شعر او شعور ادعا ) + د انار کلی د خولې بیان = د ماندینې او مېړه تر منځ د غوږ د خاشې پر سر توده او ځوروونکې او خوږوونکې جګړه.

  6. فرشته لوری، تاسو دافغانستان دروشنفکرو نه اوچت کار کړی چه دیوی خپلی خبری په نیمګړتیا باندی مو اقرار کړی. په افغانستان کی نو نایاب یاقوت شوی چه پښتانه یی باید درڅخه زده کړی.
    پښتانه دافغانستان په قومی توحید کی مخلص وو او لا دی. تردی چه خپل حق یی دهغه په سبب بایللی او لا یی بایلی. دفرشتی خبری ماته دا احساس راکه چه پښتانه دپورتنی احساس په خاطر دنورو خلکو ادعاګانو ته ځواب نوایی چه خپه نسی او په دی څرک کی کله نا کله دمغرضو کسانو دسو استفادی ضایعه سی.

  7. ثابت صاحب سلامونه او احترام !
    خداي پاک دي تاسو اباد لري!
    زما د زړه ږغ دي اروېدلی نو بیخي خوشحاله یم ځکه ما له خپلې دې لیکنې او د دوستانو له تبصرې داسې انګېرلې وه چې ښايي ما مطلب نیمګړی رسولی خو هغه ده تاسو ته مطلب رسېدلی دی.
    موږ حق لرو چې پښتو ووایو. موږ حق لرو چې پراحمدشاه بابا فخر وکړو. موږ حق لرو چې پرخپل فرهنګ فخر وکړو.
    د دې لپاره موږ باید خپله ژبه زده کړو. موږ باید خپل تاریخ سم ولولو. موږ باید خپل فرهنګ زده کړو. دا دهیڅ چا پرحق تیری نه دی.
    که موږ پراحمدشاه بابا فخر کوو د دې معنی نه لري چې موږ غرور کوو یا موږځان پر نورو خلکو لوړ ګڼو ځکه هرقوم دغسې افتخارات لري. هغوي دي‌ هم فخر وکړي او دا به په نهایت کې موږ یو لوی او ویاړلی افغانستان کړي.
    ما به پخوا داسې ګومان کاوه چې که زه وایم چې (پښتنه یم) نور خلک به خپه شي. ما فکر کول چې دا به زموږ اتحاد خراب کړي، خو اوس فکر کوم چې یا، موږ که داسې ټولنه غواړو چې د مساواتو پر اساس ژوندکوي، باید خپل ځان ته هم حق ورکړو . موږ که خپله ځان له خپله بنیادي‌ حقه محروموو ، حتی د بل د حق لپاره مبارزه نه شو کولای. نوکه زه غواړم چې دهزاره حق ور وګټم ، باید د یوې پښتنې په توګه ، په ویاړ ووایم چې زه پښتنه هم او هزاره مې ورور دی چې زما په څېر مساوي‌ حق لري. په دې ډول به زه هم عقده نه لرم او د زړه له اخلاصه به یې خدمت کوم. په دې کې زما له نظره هېڅ عیب او تاوان نسته.
    زموږ وطن د ټولو کور دی او په دې کور کې لکه څرنګه چې هر وګړی ځان ته یو نوم لري، هغسې خپل هویت لري.
    موږ ته زموږ مورنۍ ژبه له موره راغلې . دا موږ اوس نه شو بدلولائ، دا امکان نه لري. دا چې څوک پښتون دی او څوک تاجک دی، دا زموږ انتخاب نه و. دا لکه زموږ د پوستکي رنګ، د هر یوه له پيدايښت سره تړلی او تر مرګه تغیر نه کوي،‌ نو ولې یې پټ کړو؟ او تر څو به یې پټوو؟ او ګټه یې څه ده ؟
    تاوان یې دا دی چې عقده پیدا کوي او ترعقدې لاندې انسان حتمی د بل حق تر پښو لاندې کوي.
    زه په افغانستان کې وروستي ناورین ډېرو خبرو ته متوجه کړې یم او هڅه کوم چې ځان ورباندې وپوهوم. زما پلار وايي‌ چې د زده کړې لپاره تر مرګه وخت سته ، نو کوشش کوم چې ځان وپېژنم . زه اوس تازه په دې خبرو سر خلاصوم نو د زده کړې لپاره ډېر څه راته پاتې دي.
    دعا راته وکړی چې خداي پاک یې توفیق راکړي.
    تاسو دي‌ با عزته او خوشاله یاست!
    ستاسې لور
    فرشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب