شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ولې هوتکيانو خپله ټولواکمنۍ تهران ته وغوځوله؟

ولې هوتکيانو خپله ټولواکمنۍ تهران ته وغوځوله؟

۳۰مه برخه
استادشهسوار سنګروال
د هوتکيانو حکومت يو ناڅاپه مينځ ته را نغی بلکې د يو شمېر لاملونو په ترڅ کې وزېږېد:
۱- لومړی دا چې د افغانستان په ځنو سيمو کې د پرلپسې پاڅونو له کبله په خلکو کې داسې فکر پيدا شو، چې افغانان بايد د يوه خپلواک حکومت درلودونکي شي،دا ځکه چې افغانان له درې لورو نه له ګواښ سره مخ ول.
په شمال کې د ماوراءالنهر واکمنو د هېواد يو شمېر سيمې ګواښلې او د دوی د بريدونو له بابته دېر وګړي له راز راز ستونزو سره لاس او ګرېوان ول.
همدا راز د افغانستان په لوېديځ کې د صفويانو زور زياتی دې کچې ته ورسېد، چې د هېڅ افغان سر او مال خوندي نه وو.
د هېواد جنوب او جنوب ختيځ ته هم، د هندي ګورګانيانو مرګوني او خونړي بريدونه د هېروېدو نه وه.
۲- بله کومه خبره چې ډېره مهمه وه هغه په همدغسې شرايطو کې د سيمه ييزو واکمنو رول وه، چې د همدغو ستونزو او کړاوونو په پايله کې وزېږېدل. پخپله زورواکي هم نور له ډېرو جګړو ستړي شوي ول،د زورځواکو تر مينځ سيالي هم د پام وړ وه، ځکه چې هر زورواک کوښښ کاوه چې يو شمېر افغان سيمه ييزه واکمن د ځان ملګري کړي.
د دغو سيمه ييزو واکمنو په لړ کې يو هم د هوتکيانو نږدې تربور، د توخي ټبر وو، چې دواړه د غلجي ټبر ښاخونه دي.
د توخو ډېری وګړي د صفويانو او ګورګانيانو د ټولواکمنو په مينځ کې استوګن ول…
که څه هم توخي د افغانستان به بېلابېلو سيمو کې ودان دي، خو ډېر شمېر يې له قلات نه را واخله تر شاجوی اوشاوخوا نورو سيمو کې، له لرغوني تاريخ نه را واخله تر اوسه پورې استوګن دي.
په همدغه ياد شوي ټاکلي زمان کې په ۱۵۵۰ ز کال (۹۶۲ هـ) د دې سيمې يو نامتو سيمه ييز واکمن شاه محمد کلاتي وه،چې له کندهار نه را واخله د غزني تر پولو پورې د پوره واک اوځواک څښتن و.
که څه هم دوی د ايران له صفويانو نه د هند ګورګانيان ښه ګڼل، نو کله به چې صفويانو بريدونه کول دوی اړ ول چې د دوی له سيالانو نه وسله ترلاسه کړي.
له شاه محمد نه وروسته د اورنګ زېب د واکمنۍ په مهال، د دې کورنۍ يو بل نامتو مشر سلطان ملخي توخي وه، چې ګورګاني واکمن عالمګير ده ته د دې سيمې د ټولو غلجيانو (د هوتکيانو په شمول) د مشر په سترګه کتل.
لکه چې د مخه هم اشاره وشوه افغانستان د دې ځواکونو ترمينځ وېشل شوی وه، خو لا اشغال ځکه ورته نشو ويلی چې د سلطان ملخي، پير روښان او ايمل خان غوندې ملي اتلان ول چې د افغانانو ملي غورځنګونه يې ژوندي ساتلي وو.
سلطان ملخی توخی لکه اېمل خان مومند په څېر يو غښتلی مشر وه، چې د زابل له پلازمېنې کلات نه را واخله تر جلدک، شاه جوی، غزني او ان تر ګردېزه پورې واک چلوه.
نوموړي ډېر کوښښ وکړ چې د غلجيو او ابداليو تر مينځ خپل مينځي ستونزې او کړکېچونه له مينځه يوسي، نو ځکه يې په دې تړاو له سلطان خدايداد سره يو تړون وتاړه چې د دوی د واک سيمې په کې په نښه شوې وې.
سلطان خودکي (سلطان خدايداد) پوپلزي په «سره غره» کې د ګوارې پر تنګي يو بند تړلی دی چې اوس هم ورته انجنران ګوته په خوله دي.
دواړو مشرانو بيا د دواړو قومونو تر مينځ د ځمکې وېش په عادلانه توګه تر سره کړ.
که څّه هم د سلطان ملخي سيمه ييزه واکمني د يوه فرمان په ترڅ کې د اورنګ زېب لخوا په رسميت پېژندل شوې وه، خو صفويانو سره يې اړيکې ډېرې سړې وې نو ځکه خو د هغوي په لمسه د هزاره وو د يوې يرغلګرې ډلې لخوا ووژل شو.
ولې سلطان خدايداد (مشهور په سلطان خودکی) د ګورګانيانو په پرتله له ايراني صفويانو سره نږدې وو،نو ځکه خو د ده واک د ابداليانو د مشر په توګه په رسميت پېژندل شوی و. سلطان ملخي توخي او سلطان خدايداد په دېرې اوښيارۍ کوښښ کاوو، چې د غلځيو او ابداليو تر مينځ اړيکې د دوه وروڼو په څېر وي، که څه هم د صفويانو او غلجيانو تر مينځ څو خونړۍ جګړې پېښې شوې چې په يوه جګړه کې «جبارخان» سليمان خېل چې هديره يې اوس په «خاک جبار» کې دی ووژل شو …
کله چې سلطان ملخی د دروازګۍ په جګړه کې ومړ (۱۶۸۸ ز کال) زوی يې حاجي عادل د ده ځای ناستی وټاکل شو.
ده او د ده زوی «بايي خان» د کلات په شاوخوا سيمو واک چلوه چې د ترنک رود غاړه د کلات او جختران کلاوې د دوی مرکز و.
د بايي خان له وژلو وروسته ښالم خان (شاه عالم) د ملخي وراره د علي خان زوی هم تر ډېره مهاله د دي سيمې حکمران وه.
د دې کورنۍ سيمه ييز واک ان د احمد شاه بابا د واکمنۍ تر مهاله وغځېد.
د توخي ټبر نږدې تربوران اوسیمه ییزه ګا ونډیان هوتکيان ، ناصر،نیازي خروټي سلېما نخېل اونورول. ولې کله چې د توخيانو واک هوتکيانو ته ولېږدېد، يو لامل يې دا چې دوي له غلځيتوب پرته خپلوي اوخېښي هم درلوده .
دويم لامل يې دا چې حاجي مير خان (ميرويس نيکه) مور نازو انا د سلطان ملخي توخي لور وه نو په دې بنسټ ميرويس نيکه د سلطان ملخي لمسی هم کېږي…
‌د هلمند څپاند سيند او د ارغنداب له تکو سپينو او خوږو اوبو ډک سيند په هغه تاريخي او لرغونې سيمه کې يو بل ته غاړه ورکوله، چې له هر بابته يې د دې سيمې دب دبه لا ښېرازه کړې وه.
د بست ښار يادوم چې تل به د سيمې او نړۍ له ښکلو او رنګينو توکو ډک وه ،خو کله چې د بست ښار د خونړي چنګېز منګولو ومروړه او تېمور بيا په کنډواله بدل کړ، نو بيا د کندهار ښار چې د ارغنداب د سيند په غاړه ودان شو، د بست دب دبه خپله کړه او هماغه توکو له ايرانه تر هندوستانه او له چين نه را واخله تر کابله او هراته پورې د لوی کندهار بازار رنګين کړ.
ميرويس نيکه چې د قوم يو نامتو مشر وه، ده د کندهار بازار چاڼ کړ او بيا يې د هندوستان نازکه ټوکران، د کشمير زړه راښکونکي شالونه او د چين ورېښمين تانونه له ځان سره د ډالۍ او سوغات په توګه اصفهان ته يووړل، د سلطان حسين په ګډون يې د ټولو درباريانو زړونه پرې خوشاله کړل.
ګرګين چې کوم ليکونه د ميرويس نيکه په تړاو لېږلي ول، چې د اصفهان درباريان پرې بې باوره کړي، کوم زيان يې نوموړي ته پېښ نه کړ. نو ځکه ميرويس نيکه له دې نه مخکې لاړ او دربارته يې وړانديز وکړ چې حج ته لاړ شي.
نوموړي د حج د مراسموپه څنګ کې د دين د عالمانو يوه فتوه هم ترلاسه کړه، چې د ګرګين ظلمونو ته د پای ټکی کېږدي.
کله چې ميرويس نيکه بېرته کندهار ته ستون شو، په مانجه کې ټول قومي مشران را غونډ کړل او بيايې د حجاز، مکې او مدينې د عالمانو فتوا ورته په مخکې کېښوده.
د جرګې مشرانو د اوږدو خبرو په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې د کندهار ښار د ګورګين په وړاندې پاڅون ته را وبولي.
ميرويس نيکه چې وليدل د ګورګين د پوځ يوه لويه برخه چې د کوېټې په شاوخوا کې د کاکړستان او بلوچستان په سيمو کې د وګړو د ځپلو او وژلو لپاره چې ماليه را ټوله کړي ګمارل شوی ده نو غوره يې وګڼله چې اوس يې ښه وخت دی. ګرګين يې بيا د خپلو مهمو جنرالانو سره يو ځای په مېلمستيا کې وواژه.
ميرويس د ګرګين په کاليو کې د هغوی له وسلو او اسونو سره د خپلو جنګياليو په ملتيا هماغه شپه ښار ته ننووت ګرجي او له قزلباشو جوړ پوځ يې له مينځه يووړ.
ميرويس بيا يو ليک صفوي دربار ته واستوو چې له يوې خوا خپل باور ټينګ کړي او له بلې خوا خپل ځان پياوړی او ځواکمن کړي. همداسې هم وشول کله چې په ۱۷۰۹ کال يو ازاد ملي حکومت جوړ شو په دې کې ازبکو، بلوڅو، تاجکو، هزاره وو، او پښتنو ونډه درلوده، که څه هم ميرويس څو وارې د ګرګين له لاسه صفوي شاه حسين ته شکايتونه کړي ول چې د ګرګين ظلمونه د بښلو او ځغملو وړ ندي. ولې سلطان ورته په څلورم ځل وويل: زه په خپله هم له ګرګين نه وېره لرم دا ځکه چې زما فرمان نه مني.
صفوي سلطان چې د ګرګين د مړينې له پېښې خبر شو نو بيا يې حاجي خان او ورپسې د هرات والي محمد خان چې د ميرويس نيکه دوست هم وه د پېښې د سپينولو لپاره ور ولېږل.
ميرويس خان چې د صفوي دربار له کمزورۍ خبر وه نو په ډاډه زړه يې د خلکو په مينځ کې په ځانګړي ډول د غلجيانو او ابداليانو د يووالي لپاره کار کاوو.
له دې سربېره چې ګرګين په دربار کې پلويان لرل بلکې دښمنان يې هم لرل او د شاه حسين په شمول يې دښمنان هغه مهال لازيات شول چې د روسي ټولواک «لومړی پطر» خپل استازی صفوي دربار ته واستوو.
که څه هم له دې نه د مخه فرانسې او برتانيې هم خپل سفيران لېږلي ول خو توپير يې په دې کې وو چې کله د روسي سفير اسراييل اوري Israel Ori مخ په ايران وخوځېد. نوموړی چې پخپله ارمني وه يو ګڼ شمېر ارمني سوداګر يې له ځان سره ايران ته روان کړل.
د فرانسې سفير چې د عيسوي کاتوليکانو ټينګ ملاتړی وه له دې نه ګټه واخسته چې د صفوي شاه حسين غوږونو ته دا ورسوي چې په راتلوونکې کې به د دومره ارمنيانو شتون چې غواړي د «ارتودکس» کليسا پياوړې کړي ستا واک ته ګواښ پېښ کړي.
ډارن، عياش او بېکاره سلطان ووېرېد چې روسان به د ده تاج او تخت خپل کړي. نو هغه وه چې د ګورګين سيالانو هم ورته دا په غوږ کې ور وڅڅوله چې ښايي له ګرجي ګرګين سره چې دواړه له يوه ټبر دي لاسونه يو کړي او تاسو له مينځه يوسي.
په ۱۷۱۰ کال د هرات والي محمد خان چې کندهار ته ورسېد که څّه هم د ده د پوځ شمېر لس زرو تنو ته رسېده ولې ميرويس نيکه په پنځه زرو جنګياليو داسې ماته ورکړه چې د زرو تنو په شاوخوا کې مړي يې د جګړې په ډګر کې پاتې شول او نورو خپلې پښې سپکې کړې.
صفوي دولت د ګرګين د کسات لپاره د هغه وراره کيخسرو ته دنده وسپارله چې د خپل تره د غچ اخستو لپاره لاس په کار شي نو له ايراني او ګرجي کسانو جوړ پوځ چې شمېر يې پنځوس زرو (غبار دېرش زره ياد کړی دی) ته رسېده د علي قلي په ملتيا مخ په کندهار (۱۷۱۱ ز کال) روان کړ.
که څه هم د هند مغلي چارواکو او د ايراني صفوي واکمنو تل کوښښ کاوه چې توکم پالنې ته لمن ووهي او افغانان پخپلو کې وجنګوي.
نو ځکه داسې انګېرل کېږي، هغه مهال چې د کيخسرو خان پوځ هرات ته ورسېد نو د ابداليانو مشر سدوزی عبدالله خان له هغه سره مل شو.
دا خبره مجمع التواريخ را خستې ده خو محمدخليل مرعشي انګېري چې سدوزی عبدالله خان په دغه وخت کې په ملتان کې تبعيد و.
ولې حقيقت دا و چې هندي واکمنو د «۱۷» اولسمې پېړۍ په شاو خوا کې د خضرخان زوی شېرخان ابدالي ته د شهزاده وياړ ور بښلی و او صفوي درباريانو هم دی کله د ميرزا او کله هم د شهزاده په نوم يادوه.
که څه هم دوی کله کله په جګړو کې هم ښکېل شوي دي او کله هم د ملتان ساتونکي ګڼل شوي دي.
همدا راز له شېرخان نه وروسته د هغه زوی سرمست خان، ورپسې د ده زوی دولت خان د کندهار د پولو ساتونکي ول.
خو ميرويس خان کوښښ کاوه چې نه يوازې غلجي او ابدالي ټبرونه چې ډېر ځله پخپل مينځي جګړوکې ښکېل ول يو موټی کړي بلکې نور افغان قومونه هم يووالي ته را وبولي.
د ميرويس نيکه د پوهې برکت وه چې له اسلام نه د مخه د ساکانو او کوشانيانو ټولواکمني چې د پارس شاو خوا سیموواک هم د دوی په لاس کې وه او له اسلام نه وروسته د غزنويانو او غوريانو د مهال ټولواکمني هم چې د ځنو لاملونو له کبله په وروستيو پېرونو کې د هند او پارس تر مينځ ووېشلی شوه بيا هم د لومړي ځل لپاره د ده په بريالي پاڅون سره د خپلواک افغانستان بنسټ کېښودل شو.
«افغانستان له هرات څخه تر اباسين پورې له يوولسمې زېږدي پېړۍ وروسته د ترکي مغلو د ټولواکمنۍ برخه وه او بيا د هند او پارس تر مينځ وېشل شوی وه.
د لومړي ځل لپاره د ميرويس خان قيام په کندهار کې د راتلونکي مستقل هېواد افغانستان لپاره د بنسټ ډبره شوه. لکه څنګه چې په ډيلي کې غلجي پښتنو پاچاهي کوله دلته هم د غلجي پښتنو لخوا قيام پيل شو.»([1])
د ميرويس خان د پاڅون لپاره دا غوره وه چې له يوې خوا په ۱۷۰۷ کال د هند ټولواکمن اورنګ زېب ومړ او له بلې خوا د ايران صفوي حکومت مخ په ځوړه روان و. نو ځکه خو نوموړي په ډاډه زړه د کيخسرو خان د ځواکونو مخه ونيوله خو د کيخسرو خان د لښکرو شمېر پنځوس زره سوارو اوپلي سرتېرو ته رسېده چې په دوی کې يوازې دولس سوه خونړي ګرجيان ول او د ميرويس نيکه پوځ د خسرو خان په پرتله له لږو نه لږ وه نو ځکه مخکې له دې چې د صفوي حکومت لښکرې ښار ته ورسېږي ميرويس خان په ډېره بيړه د هلمند د رود له غاړې نه ځان کندهار ته ورسوه.
خسرو چې د کندهار ښار (۱۷۱۲ ز کال) کلابند کړی و. نو ميرويس خان له يوې خوا د صفوي ځواکونو د اکمالاتو او خوراکي توکو لاره بنده کړه او له بلې خوا يانې د کندهار سهیل لور ته يې د خپل پوځ د پياوړتيا لپاره له کوېټې، پشين ان د بلوچستان تر سيمو پورې د پښتنو او بلوڅو پياوړي جنګيالي د جګړې ډګر ته را وبلل.
د جان ملکم په حواله:
«د صفوي تېري کوونکو له ۲۵ زرو تنو څخه يوازې پنځو سوو نه تر اووسوو تنو پورې له مړينې ځان وژغوره. خسرو خان هم د خپل اکا په څېر ووژل شو.»([2])
د کيخسرو له مړينې وروسته صفويانو د محمد رستم خان په مشرۍ يو بل پوځ کندهار ته واستوو. ولې کله چې نوموړي د افغانانو ځواک او واک وليد له وېرې ډېر ژر په ۱۷۱۴ کال بېرته پارس ته وتښتېد.
همدا ډول محمد زمان قورچي د صفوي دربار يو بل قومندان هم زور و ازمويه خو دی هم د جګړې په ډګر کې ووژل شو.
ايرانيانو څلور واره سخت او خونړي بريدونه وکړل خو ماته يې وخوړه. په پای کې صفويان په دې پوه شول چې وس يې و نه رسېده او ميرويس خان هم د هرې ورځې په تېرېدو لا پياوړی کېږي نو په ځای کېناستل.
ميرويس نیکه چې يو اوښيارمېړه وو، نو ډېر ژر يې د هند د نيمې وچې له واکمنو سره اړيکې ټينګې کړې او ډيلي واکمنو هم دی په رسميت وپېژاند او يو څه سوغاتونه يې هم د ده دربار ته را ولېږل.
ميرويس خان کوښښ وکړ چې له هرات، شينډنډ، فراه، سيستان، پشين او سليمان غرونو سربېره د هېواد لوېديځ، ختيځ او ان شمال لور ته د خپل واک لمن پراخه کړي خو عمر ورسره وفا ونکړه او په ۱۷۱۵ ز کال د ۴۱ يو څلوېښت کالو په عمر ومړ.
له هوتکيانو د مخه، د سياسي پېښو جاج،
شيبانيانو د هېواد شمالي سيمې لاندې کړې وې، د ايران صفويانو هرات ته لاسونه را غځولي ول او هندي ګورګانيانو ان تر کندهاره پورې سيمې پخپله ولکه کې راوستې وې.
صفويانو کوښښ کاوه، چې له هراته نيولې تر کندهاره پورې يو شمېرسیمه ییزه واکمن او قومونه د ځان پلوي کړي او د بابر زوزات خو هم له خپلو لښکرو سره څو ځله له هند نه د کندهار تر ښاره را ورسېدل.
دوی هم هڅه وکړه چې د کندهار ځايي مشران د ځان ملاتړي کړي.
لکه د مخه مو چې وويل ډيلي درباريانو د ابدالي ټبر يوه تن د خضر خان زوی شېرخان سدوزي ته شهزاده وايه او صفوي دربار بيا د ميرزا لقب ورته ډالۍ کړی وه.
د تاريخ په اوږدو کې د دغه ټبر شتون ان لرغونې زمانې ته رسېږي. د ساري په ډول يو شمېر تاريخپوهانو او لرغونپېژندونکو دوی د ابدل، هپتل، اپتل، اودل، هيطل، يفتل په نومونو ياد کړی دی.
دوی هغه کسان يا هغه ټبر وو چې د څلور سوه (۴۰۰ز) زېږدي کال په شاوخوا کې لومړی په باختر او تخارستان او بيا په سيمه کې يوه ټولواکمنۍ رامنځته کړه.
«يپتليان (سپين هونان White huns) د کوشانيانو د تربورانو په توګه ساکي سټي اريايان او بيا باختريان ول.»([3])
وروسته شجره پېژندونکو په نيمه تاريخي او روايتي بڼه اوسني ابداليان هماغه د هپتاليانو (ابداليانو) پاتې شوني ګڼي.
که چېرې دا وګڼو نو د دغه ابدال پلار ترين نيکه يې شرخبون چې سړبن کړوسی شي په اسلامي پېر کې د سليمان د غره شاوخوا کې مېشت او ودان وو. د وخت په تېرېدو دوی د سليمان له غره نه کندهار ته را کډه شول …پوهاند حبيبي په دې اړه کښلي دي:
«ابدال = اودل د پښتني ټبرونو پېژندوی نيکه دی چې له خپل نامتو کهاله سره په سليمان غره کې اوسېد… ملک سليمان د عيسی زوی چې په زیرک مشهور و، پښتني ټبرونه له سليمان غره څخه د کندهار سيمې ته بوتلل او هلته يې مېشت کړل.»([4])
ميرغلام محمد غبار هم په دې اړه داسې ليکلي دي:
«د کندهار ابداليان د خپل مينځي جګړو له بابته يو شمېر ګرشک او فراه ته کډه شول چې هلته د څارويو په روزنه بوخت شول.
يو څه د حيات سلطان په مشرۍ د خپل تربور دولت خان ابدالي له لاسه ملتان ته لاړل. پاتې ابدالي ټبر د کندهار په ارغستان کې استوګن شول.
صفويان چې د دوی له ځواک نه ډېر ډارېدل نو بيا يې د دوی په وړاندې غلجي ټبر ته مخ واړوه او لا کله چې صفوي حکمران د دوی نامتو مشران دولت خان، نظرمحمد خان او رستم خان ووژل نو د ګرشک او فراه ابدالي ټبر هرات ته کډه شول او د کندهار پاتې ابداليان پرته له کوم مشر نه په کندهار کې خپل ژوند کاو.»([5])
د ميرويس خان سره په جګړه کې اخته صفويان چې د هلمند د رود په غاړه سره مخامخ شول. يو شمېر ابداليانو د هغوی په ملاتړ د ميرويس په وړاندې ودرېدل.
ولې په عقل پوره اوښيار ميرويس خان په دې پوهېدلی و چې صفويانو لا د مخه يو شمېر افغان مشران د ډاليو او سوغاتونو له لارې د ځان ملګري کړي ول نو ځکه خو ميرويس نيکه کوښښ وکړ چې له يوې خوا په افغانستان کې مېشت بېلابېل قومونه د ځان ملاتړي کړي او هم هغه شمير افغانان چې په ملتان کې استوګن وه له دې وېرې نه چې د هند ګورګانيان لکه د صفويانو په څېر دوی هم د ده په څېر په وړاندې وهڅوي نو ځکه يې د ابداليانو او غلجيانو يووالي ته لار پرانسته.
په دغه وخت کې حيات سلطان مړ شوی وه خوزوی يې عبدالله خان ابدالی له ملتانه کندهار ته راغی او ميرويس نيکه تر شاه ودرېد، هغه غلجيان چې کلونه د ابداليانو په وړاندې او ابداليان د دوی په خلاف جنګېدلي ول اوس يې د هېواد د ژغورلو لپاره يو بل ته د يووالي لاسونه ورکړل.
هغه مهال چې ابدالي دولت خان د پنځوس کالو به شاوخوا کې پخپلو سيمو کې حکومت وکړ نو د صفوي واکمن حکمران بېګلربېګي يې د کندهار د ننه کلابند کړی وه.
صفوي شاه حسين (۱۱۰۴ هـ ۱۶۹۴ ز کال) چې پوه شو نو بيا يې د ده په ځای ګرجي ګورګين د شهنوازخان په نوم کندهار ته وا ستوو. نوموړي په ډېرې بېرحمۍ د شپې په تياره کې د دولت خان په کور غوټه (۱۷۰۴ ز) شول دی او د ده زوی نظر محمد خان يې ووژل.
ابداليانو د دولت خان په ځای د هغه زوی رستم خان وټاکه. دا په داسې حال کې چې د ده وړوکی ورور زمان خان (د احمد شاه بابا پلار) له صفوي چارواکو سره په کرمان کې يرغمل وه.
د دې لپاره چې صفوي واکمنو د افغانانو په مينځ کې د نايووالي تخم ښيندلی وي نو بيا ميرويس ته مخه کړه چې هغه د ځان ملګری کړي. نو ځکه يې د ابداليانو يو شمېر مشران له «شهرصفا» نه چېرته چې د دولت خان د واک او ځواک پلازمېنه وه هرات ته تبعيد کړل او ميرويس خان يې د کندهار د غلجيو او ابداليو مشر وټاکه.
[1] – سراولف کارو پټانز د کريمي ژباړه ۳۷۵ مخ.
[2] – حبيبي پوهاند عبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ ۲۷۰ – ۲۷۱ مخونه.
[3] – سنګروال شهسوار د افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنګوالی ۱۵۴ مخ.
[4] – حبيبي پوهاند عبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ.
[5] – غبار ميرغلام محمد افغانستان در مسير تاريخ ۳۳۸ مخ.

1 COMMENT

  1. زما خوري، زما په غم شریکی او په ماتي کي لا ماته د پاتي غرور بیلګي!
    خدایږو چي ودي ژړولم. ستا غرور دي ستر څښتن ابدي وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب