شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاسټرالیایي شرکت: په افغانستان کې پر چرس کرلو زموږ پانګونه دروغ ده

اسټرالیایي شرکت: په افغانستان کې پر چرس کرلو زموږ پانګونه دروغ ده

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلورمه)‏‏ د اسټرالیا یوه شرکت د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې دغه شرکت ورسره په افغانستان کې د چرسو د قانوني کر په اړه مذاکرات کړي.

د Cpharm په نوم دغه شرکت نن ویلي، چې په دې اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند کړې ادعا بې بنسټه ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي پرون د څو عکسونو له خپرولو سره وویل، چې د اسټرالیا یاد شوی شرکت ورسره په افغانستان کې د چرسو د قانوني کرکیلې په اړه مذاکرات کړي دي.

د خوستي په خبره، یاد شوی شرکت به په دې برخه کې څلور نیم سوه میلیونه امریکایي ډالره پانګونه وکړي.

اوس دغه شرکت ویلي، چې یاده ادعا بې بنسټه ده او که په دې ادعا ورته تاوان پېښ شي، طالبانو نه به شکایت وکړي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د خپلې رد شوې ادعا په دفاع کې تراوسه بیا څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب