شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبریتانیا او پاکستان د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي

بریتانیا او پاکستان د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلورمه)‏‏ د افغانستان، پاکستان او ایران په چارو کې د بریتانیا د بهرنیو چارو مسوول نایجل کیسی پاکستان ته د سفر پر مهال د هغه هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان په اړه خبرې کړي.

پاکستاني رسنۍ وایي، چې په دې لیدنه کې جنرال باجوه افغان سوله د پاکستان سوله ګڼلې او ټینګار یې کړی، چې هر څومره زر دې نړیوال له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره خپله همغږي زیاته او هلته د انساني ناورین مخنیوی وکړي.

 پاکستاني رسنۍ وایي، چې په دغه لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر امنیتي وضعیت او په خاص ډول د افغانستان د وضعیت په باره کې د نظرونو تبادله شوې ده.

جنرال باجوه دا هم ویلي، چې پاکستان په نړیوالو او سیمه ییزو چارو کې د برتانیې رول ته په خاص ارزښت قایل دی او د پياوړتیا هیله یې لري.

 ویل شوي، چې برتانیې بیا د افغانستان په برخه کې د پاکستان د رول قدرداني کړې او ویلي، چې دغه هېواد په سیمه ییز ثبات ساتلو کې مهم رول لرلای شي.

دغه برتانوي مقام پاکستان ته د سفر پر مهال د هغه هېواد د ملي امنیت سلاکار معید یوسف، د بهرنیو ارو وزیر شاه محمود قریشي او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان سره هم لیدلي.

 نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دې ټول شموله حکومت رامنځته، د ښځو حقونه دې تامین او د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره هڅې وشي.

4 COMMENTS

  1. تف لعنت په دواړو په غلام او په بادار دغه ټولې بدبختي موږ ته فرنګي او د هغه چيچي پنجاب د لاسه راغلې د افغان د پيړيو دښمنان دي.

  2. د هغه افغان ملا،طالب، مجاهد، مشر، کشر، فقير او غریب په ژوند او کور دې تل لعنت وي چې اوس هم پاکستان ته نسل وايي او ددې وطن په اصلي تاريخ او لاره سترګې پټوي

  3. بیا هم یاغی بیان:
    امریکائیانو زموږ وطن چینایانو ته په اجاره ورکړ څو لدې لیاری د چین د پور وزن سپک کړی
    البته
    د پروژې ( د طالبانو د بیا حاکمیت) د اصلی طراحانو او دلالانو ( لندن او لاهور ) د امتیازاتو مقدار پر خپل ځای پاتی دئ.
    امّا
    یوه ډېره ډېره سخته پوښتنه:
    ” طالبان ادعا لری چی د شلو کلونو وسله والی مبارزې په اوږدو کی ئې د ناټو اشغالګر عسکر ( چی انګرېزان ئې هم یوه برخه وه) وژلی دی.
    له بلی خوا
    په اشغال سوی فلسطین کی فلسطینی مبارزینو حتی یو انګرېز هم نه دئ وژلئ او فقط د اشغالګر صهاینه سره مبارزه کوی
    خو
    لندن څو ورځی مخکی د حماس ډله د تروریزم په تور لیست کی شامله کړه.
    نو
    آیا ښه خوندوره منظره نه ده چی:
    انګرېز د شیطان زوی د خپلو عسکرو قاتلینو ( پاکستان او طالب) ته لبان ورکوی او عشق ور سره کوی
    خو
    رښتینی او پر خپل وطن مین کسان او د شیطان دښمنان ( فلسطینی مبارزین) په تور لیست کی نیسی؟ “.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب