یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد داودزي مرکه، قطر نه د پيسو اخيستو په اړه يې ځواب...

د داودزي مرکه، قطر نه د پيسو اخيستو په اړه يې ځواب ويلو نه تېښته وکړه

تاند:( سې شنبه، د قوس دويمه)‏‏ د پاکستان په چارو کې د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي محمد عمر داودزي له قطر څخه د اخيستو پیسو په اړه په يوه ټلويزيوني مرکه کې له ځواب ورکولو تېښته وکړه.

ښاغلی داودزی د المان له دویچه ویله رسنۍ سره په انلاين ډول ويډيويي مرکه لرله، چې د جمهوري نظام د سقوط په وروستيو ورځو کې له قطر هېواد څخه د پيسو اخيستو په اړه هم وپوښتل شو.

څه موده مخکې د قطر هېواد يو رسمي سند رسنيز شو، چې د داودزي له لوري يې له هغه هېواد څخه د يو ميليون او درې سوه زره امريکايي ډالرو د تر لاسه کولو تایید او لاسليک درلود.

د دویچه ویله د مرکې په پای کې داودزی د دغو پیسو د ترلاسه کولو په اړه وپوښتل شو، خو هغه د نورو موضوعاتو په اړه په اوږدو خبرو ځان تېر ايست او د پيسو موضوع بې ځوابه پاتې شوه.

ښاغلی داودزی، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس هم پاتې شوی و، د يادې دندې پر وخت له ایران هېواد څخه په تورو کڅوړو کې د ډالرو په اخيستو تورن شوی و.

هغه مهال دا موضوع ولسمشر کرزي هم تایید کړې وه.

2 COMMENTS

  1. یوډول غوباړی دی چې دحیواناتو له فاضله موادو(خوشیو) نه غونډوسکی جوړوی اوبیایې زیرمه کوی- دکرزی دحکومت ډیری چارواکی هماغه غوباړی وه چې نه يې وطنپالۍ ، نه یې غیرت درلود بس هماهغه فساد اومرداری سره یې خپلې توبرې ډکې او له هیواد نه یې پښې سپکې کړې – دهغو له جملې نه یو هم همدا دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب