Home+تر ټولو قوي کمره او دوربین جوړ شو

تر ټولو قوي کمره او دوربین جوړ شو

تاند- د امریکا د ایلنوۍ ایالت د نارت ویسترن پوهنتون څېړونکو د یوه تکنیک په مرسته، چې د مصنوعي څپو د اوږدوالي هولوګرافي نومېږي، تر ټولو قوي کمره/ دوربین جوړ کړ.

د دغه دروبین په وسیله هر پټ ځای او د انسان بدن لیدل کېدای او عکس ورڅخه اخیستل کېدای شي.

دوی وايي چې دا دوربین به یوه لسیزه وروسته د پلورلو لپاره بازار ته وړاندې کړي.

د ایلینوۍ پوهنتون څېړونکي زیاتوي، له دې دروبین او کمرې څخه په موټرونو، کورونو او روغتونو کې کار اخیستل کېدای شي.

په دې دوربین، چې په عین حال کې کمره هم ده، د پراخو ساحو چټک عکسونه هم اخیستل کېدای شي.

په دې ټکنالوژۍ کې له مصنوعي ذهانت څخه کار اخیستل شوی او د پوست لاندې ډېر کوچني رګونه او عصبونه پرې لیدل کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...