یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههند به د پاکستان له لارې افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غله...

هند به د پاکستان له لارې افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غله واستوي

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون / دوشنبې اعلان وکړ چې حکومت یې هند ته اجازه ورکوي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته بشري مرستې ولېږي.

هند مخکې ویلي و چې که پاکستان اجازه ورکړي د دغه هیواد له لارې به افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم واستوي.

له عمران خان څخه د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته غوښتي و چې د هند مرستو ته لار ورکړي. عمران خان په ځواب کې ویلي و چې د پاکستان د خاورې له لارې افغانستان ته د هند د بشري مرستې پر پرېښودو غور کوي.

خو ده پرون (دوشنبې) د وزیرانو یوې کمېټې ته وویل چې هند ته اجازه ورکوي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته بشري مرسته ولېږي.

ده په عین حال کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره خپل ګډ مسوولیت ادا کړي.

حاضردمه پاکستان اجازه ورکوي چې افغانستان خپل صادرات د پاکستان له لارې د هند تر واګې بندره ورسوي خو هند ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته صادرات وکړي.

هند په تېرو لسو کلونو کې افغانستان ته د یو ملیون ټنه غنمو مرسته ورکړې ده.

تېر کال هند افغانستان ته ۷۵۰۰۰ټنه غنم ورکړي وو.

دې هیواد په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره د شاوخوا ۴ ملیارد ډالرو مرسته کړې ده.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب