یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+زما له عمر سره سم دي ستا غمونه| دولت وزیري

زما له عمر سره سم دي ستا غمونه| دولت وزیري

ته وا افغانستان د بلاګانو کور دی. یوه لا تللې نه وي بله يې راتګ ته چمتو ولاړه وي. که بلا راشي او بیا لاړه شي، انسانانو ته د ساه اخیستلو موقع په لاس ورځي.

لومړۍ نړيواله جګړه ستره بلا وه، راغله او لاړه. جګړې ځپلو هېوادونو يې له تګ سره له سره ساه واخیسته او په خپلو پښو ودرېدل. دویمې نړیوالې جګړې د يوې سترې بلا په څېر ډېر هېوادونه د ونو، غنو، ډبرو او لوټو سره له کومي تېر کړل، خو له تګ سره يې نن هغه ویجاړ شوي هېوادونه د نړۍ ستر طاقتونه دي. د جرمني، غربي او ختیځي اروپا او روسيې هېوادونو ځوانان اوس يې لا درد هم نه حس کوي او د پرمختګ په نعمتونو کې ډوب د خوند ژوند تېروي.

له بده مرغه زموږ په هېواد کې د نولسمې پېړۍ انګرېزي بلا بچي وزېږول، لوی شول او په ښه او بده کې را سره شریک شول. له دې سره زموږ هېواد د بلاګانو دايمي کور شو. په غونډو کې را سره ګډون کوي او په ډېره اسانۍ او ویاړ مو له ستوني تېروي.

دلته د انسانانو په جامه کې بلاګانې دي، روزل شوي بلاګانې دي، زموږ په لباس او زموږ په ژبه خبرې کوي، مشورې راکوي او هر څه يې چې زړه غوښتې وي، زمونږ په استازيتوب يې ترسره کوي.

د دغو بلاګانو یوه لارښود لارد ليتن به ویل:

«د انګرېزانو له خوا د افغانستان نیول او ساتل تر هغې بايد دوام وکړي چې تر څو افغانان د انګرېزانو له زور او قوت څخه خبر شي.»

د افغان او انګليس په درې جګړو کې د بلاګانو د مشر «انګرېز» ماتو، د افغانستان په هکله د دوی په کړنو کې بدلون راوست. دوی د افغانانو کمزوری رګ پیدا کړ.

د جګړو پر ځای دوی په ډېره اسانه توګه د افغانانو له پاکو احساساتو او جهالت څخه ګټه پورته کړه. د ملک، ملا، روحاني، پیر او مذهب په نامه يې د افغانستان ساده او سپېڅلو خلکو په غولولو پیل وکړ او خپل اعمال يې د مذهب په جامه کې راولېږل.

د «افغانستان در آتش جنګ ګرم تا جنګ سرد» لیکوال نجي الله قاسمي د خپل اثر په ۲۵, ۲۶, ،۲۷ او ۲۸ تمو مخونو کې لیکي:

«د ننګرهار له لعلپورې څخه یو قاضي د محمد حسن په نامه د الکساندر برنس له خوا په پټه د شاه شجاع په دربار کې موظف شوی و. نوموړی قاضي د شاه شجاع په دربار کې د خان علما په نامه یادېده، د دومره لوړ باور خاوند و چې خپله لور يې وزیر فتح خان ته ورکړه او د شاه شجاع د فرار پر وخت د هغه ملا امام و. د سند د مشرانو او رنجیت سنګ سره په مذاکراتو کې دی د شاه شجاع باوري استازی و. د لاهور درې اړخیزه تړون د شاه شجاع په استازیتوب ده لاسلیک او د افغانستان خپلواکي او ځمکنی تماميت د ده په واسطه انګرېزانو ته ډالۍ شو. د تړون تر لاسلیک وروسته قاضي هم تر ننه پورې چا ونه ليد، ځکه نوره دنده يې دلته پای ته رسیدلي وه. دی هم د انسان په جامه کې توره بلا وه.»

نوموړی په بل ځای کې لیکي:

«د امیر شیرعلي خان د واکمنۍ پر مهال منشي بختیارخان هندي چې د انګلیس سفیر سره يې کار کاوه، د امير محمد يعقوب خان او انګرېزانو تر منځ د ګندمک تړون د لاسلیک له پاره ټول شرایط د ده له خوا را منځ ته شول. دی د انسان په جامه کې شیطان، بلا او د امیر لارښود و.»

د امير عبدالرحمن خان د واک او د ډیورنډ د منحوس تړون د هوکړې پر مهال د انسان په لباس کې بلا او شیطان صاحب زاده عبداللطيف قادياني و. د پکتیا والي شیریندل خان ته دومره نږدې شو، چې د هوکړې د لاسلیک کولو لپاره يې امیر عبد الرحمن خان په دوه پښو کړ.

د امير عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر ضد د هزاره ګانو د قیام پر مهال د انسان په جامه کې د محمد علي په نامه یوه بلا وه. نوموړی په پښتو او دري خبرې کولې، ده دواړه لورې د جګړې لپاره هڅول او د دښمن لپاره يې کار کاوه. په همدې مهال یوه هندې مېرمن د بوټو پېژندلو په نامه د انسان په جامه کې لویه بلا هم د دښمن په ګټه د هزاره ګانو په سیمه کې په کار او فعاليت بوخته وه.

په همدې مهال دوه تنه نورې بلاګانې د رحمت الله مشهدي او رمضان توخي په نامه په هرات کې د افغانستان د ویجاړولو له پاره کار کاوه چې بیا وروسته د امیر له خوا له هېواده وشړل شول.

په سپينو جامو کې توره بله بلا مولوي غلام رسول خان له دیره غازي خان څخه و چې په هرات کې يې افغان کوچنيانو ته درس ورکاوه او ورسره یو ځای انګرېزانو ته په چغل ګیرۍ بوخت و، چې بیا د امیر له خوا وشړل شو.

انګریزان وو، چې د ایران دولت يې د الماس غميو په ورکولو سره د افغانستان پر خلاف وکاراوه. شاه محمود او وزير فتح خان يې د شاه زمان د راپرځولو لپاره افغانستان ته راولېږل.

پر دې سربېره انګرېزانو د خپلو شومو موخو لپاره چې د افغانستان نیول او ويجاړول وو، له ډول- ډول تکتیکونو ګټه پورته کوله. د دې لپاره به يې ځینې کسان اجیر کول او یا به يې په خپله انګرېزان دې ډول دندو ته ګمارل.

دوی د دې لپاره چې د شاه شجاع په پلوي خلک را وپاروي مسټر لارد يې تخار او بدخشان ته ولېږه. میکسن يې کوهاټ او کیرن يې باجوړ ته موظف کړل او د همدې شبکې له خوا یو افغان د ملا غلام په نامه په کابل، پروان او کاپیسا کې توظيف شو. نوموړي ته په لومړي سر کې د هندي صراف پهوکر له خوا ۴۰ زره روپۍ ورکړل شوې. وروسته په جنوبي محاذ کې د برنس منشي موهن لال هندي ته دنده وسپارل شوه او هغه د محمد طاهر په يو پرولر شوي کس وګماره. په ختیځو ولایتونو کې مسؤل کس کلا دیوید انګرېزج او په غزني کې سردار عبدالرشید خان د دې کار لپاره ټاکل شوی وو.

په ۱۹۴۶ م کال همدغه شبکه وه چې وزیر محمد اکبر خان يې د یوه تابليت په واسطه وواژه او میر مسجدي خان يې هم مسموم کړ. د غازي امان الله خان اصلاحي پروګرام هم د داسې عمالو له خوا شنډ شو.

د پاکستان په جوړېدو سره د دې ټولو ناولو دندو د اجرا مسؤلیت د پاکستان پر غاړه شو. انګرېزانو او امریکا په شريکه پاکستان په سیمه کې په ژاندارم پولیسو بدل کړ، د سړې جګړې پر مهال او بیا په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر ضد يې ښه ګټه ترې پورته کړه.

پاکستان تل د دندو د سر ته رسولو وروسته په خپلو ټولو کړنو اعتراف کوي. په همدې توګه د افغانستان لپاره د ای اس ای مسؤل ډګروال محمد یوسف په خپلو ياداښتونو «فاجعه قرن ما» کې ټول واقعات بیان کړي دي.

نوموړي د سې ای اې د مشر د فعالیتونو په هکله او د پاکستان د کړنو په هکله په خپل کتاب کې ډېر څه لیکلي دي. هغه په صراحت وايي، چې موږ په ډیر شمېر افسران افغانستان ته د مجاهدینو سره د مرستې او لارښوونې لپاره لېږل. هغه وايي، د ۱۹۸۷ م کال مخکې په څلورو کلونو کې موږ ۸۰ زره تنه د جګړې لپاره روزلي او افغانستان ته لېږلي وو.

په داسې حالاتو کې افغانان په یوه شکل خپل ځانونه او خپل هيواد د داسې تورو بلاګانو له منګولو خلاصولای شي، چې سره یو شي، یو افغان ملت شي، یو او بل ومني، یوه او بل ته درناوی وکړي او د څو ډالرو په بدل کې خپل ځان، خپل هيواد او خپل خلک ونه پلوري.

دښمن له پخوا لا ډیر هوښیار شوی دی، په پوچو او ناروا تبلیغاتو زموږ د هويت د ورکولو په لټه کې دی. غواړي زموږ هېواد د ابد لپاره د جګړې په ډګر بدل کړي. هوښیارتیا او یووالی په کار دي.

یا به یو کیږو او یا به ورکیږو.

2 COMMENTS

  1. یوکیدل خو دغه اوده ملت ناشونی دی
    خودورکیدو په طرف روان یو
    نوری مودعا هم اثرنکوی

  2. سلامونه،
    جنرال ساب وزيري ښې چارې
    زمونږ له عمرونو څخه د وطن غمونه ډېر زاړه دي لکه د تیرو دوه پېړیو ابلیسي-انګریزي او ګوډاګیانو (دڼني او بهرني جواسیسو او پیاړمه خوارو) ځینې بېلګې ېې تاسو پورته لیکلي. مګر د ۲۱. قرن یوه بله ظاهراَََ جالبه او توجه جلبوونکي وسیله ټولنیزه میډیا ده چې ۴.مه قوه هم ورته ویل کیږي. بې له یو څو د ګوتو په شمارښو رسنئو ، تاسو وګورئ د (موبي ملټیپل) جاسوسۍ شبکه چې تیر ۲۰ کاله خو ېې هر ډول کلتوري،سیاسي، فرهنګي،… برین-واښ وکړل او لا اوس هم یو څو شیرخوره ماشومان ېې د ژورنالست په نوم کینولي او د ساده صاف زړي ولس وګړو ذهنونه له وسواسونو او جنګ اچونو ډکوي. او دولتي چارواکي هم ورته لکه مجرمین ځوابونه ورکوي څه شی؟اورېدلي دي د بېان آزادي!؟.عجب!!.
    بیا هم د عاوو او توبې لارې بندې نه دي . د الله تعالا په نومونو کښې القهار او الجبار او القابض او الضار ډیر کم دي، لاکن د رحم او مغفرت نومونه ېې له سلو هم پورته دي، صرف هر عیبې که هست در مسلماني و علوم ما است!!!.ط. او مطلوب دې قران له سره ولولي
    الفاتحه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب