یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسعودي هم کابل کې خپل سفارت پرانیزي

سعودي هم کابل کې خپل سفارت پرانیزي

تاند:( دوشنبه، د قوس لومړۍ)‏‏ راپورونه وايي، چې سعودي عربستان هم په کابل کې د خپل تړلي سفارت د بیرته پرانیستلو پلان لري.

د سعودي عربستان یوې رسنۍ په دې اړه په خپل راپور کې د سفارت د بیرته پرانیستلو د احتمال خبر ورکړی دی.

سرچينې په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

څو ورځې مخکې متحده عربي اماراتو په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیست.

المان هم ويلي، چې په کابل کې به خپل سفارت بیرته پرانیزي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي وويل، چې زر به يو شمېر هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

برتانوي صدراعظم هم په يوه وروستۍ وینا کې له طالبانو سره د خپل حکومت د تعامل خبر ورکړی دی.

طالبانو د نوموړي د څرګندونو هرکلی کړی او نور هېوادونه يې هم دوی سره تعامل ته هڅولي دي.

بهرني هېوادونه بيا وايي، چې طالبانو سره تعامل د دوی د په رسميت پېژندلو په مانا نه دي.

د طالبانو د واکمنۍ څه باندې درې مياشتې کيږي، خو د دوی د تر ټولو نيږدې مدافع او ملاتړي پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ یوه هېواد د دوی واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.

نړيوالو د طالبانو د په رسميت پېژندلو لپاره د ټول شموله حکومت د جوړولو تر څنګ د بشري او ښځينه حقونو تامين او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کولو تضمين غواړي.

طالبانو په دې برخه کې د اقداماتو ادعا کړې، خو له دې سره بيا يې هم نن ماښام د خپل سرپرست حکومت ۲۷ لوړ پوړي چارواکي ټاکلي، چې ټول د مدرسو فارغ ملايان او د دوی د ډلې اړوند دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب