تاند:( دوشنبه، د قوس لومړۍ) د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري د رسنیو لپاره نوې تګلاره د رسنيزو بنسټونو او فعالانو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.
دوی وایي، د طالبانو دا تګلاره په اوږده مهال کې ممکن د قانون بڼه غوره کړي.
د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخیل وايي، چې د يادې تګلارې جوړيدل، هغه هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر ځای د بل ارګان لخوا، په داسې حال کې چې رسنيزو بنسټونو سره پکې مشوره نه ده شوې، د جدي اندیښنې وړ ده.
د هشت صبح ورځپاڼې موسس سنجر سهيل وایي، چې دا تګلاره به د رسنيو د سقوط او کمښت لړۍ لا پسې چټکه او افغانستان ته د بيان ازادۍ په ډېرې خوارۍ ګټلې لاسته راوړنه په سیند لاهو کړي.
افغان خبريال ميرويس افغان بيا وايي، طالبان د داسې نانديزو تګلارو په وړاندې کولو سره غواړي له خپلو شديدو خپلمنځیو اختلافونو د رسنيو او خلکو مخ بل لوري ته واوړي، خو د ده په باور په دې توګه لا نور تاوان کوي، ځکه نړيواله ټولنه يې مخالفت کوي او طالبان ورسره د ځان د مثبت بدلون ادعاوې بې باوره کوي.
طالبان بیا وایي، دا تګلاره یې چې پرون وړاندې کړې، رسنۍ او د بیان ازادۍ نه محدودوي.
په دې تګلاره کې چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا خپره شوې راغلي، رسنۍ دې د شریعت او افغاني ارزښتونو خلاف فلمونه، مزاحیه او تفریحي پروګرامونه او داسې ډرامې نه خپروي چې چاته په کې سپکاوی شوی وي او یا یې ممثلینې ښځې وي.
د دوی يو وياند بلال کريمي وايي، د رسنیو په اړه خپور شوى مکتبوب توصیه ده او عملي کول يې جبري نه دي.
” په کوم ځای کی مختصر او مجلسی – خصوصی هنری بانډار شروع ؤ او یو هنرمند لګیا ؤ خوږې ! سندری ئې ویلې.
د حاضرینو څخه یوه ږغ پر وکړ:
واه واه، د مور شیدې، دا مو په څو روپۍ راوستلئ دئ، مخ ئې تر مړه تلویزیون را وځی.
د مجلس سرپرست جواب ورکړ:
په ۳۰ ډالره په کَښت ( قسط ). نغدی ۲۵ غواړی، چی فرمایش ورکې پنځه روپۍ دی لا درکوی.
دا بل پر ږغ کړه:
څومره پنجان به ور سپمېدلی وی؟
په جواب کی ور ته وویل سوه:
پداغه کی میلونر سو”.
اې خبیثو او د پلید انګریز پلیدو مزدورو طالبانو!
د مسلمان وولس څخه په لوی لاس کافران مه جوړوئ.