یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا هیبت الله ۲۷ نور ملایان د وزيرانو او نورو لوړپوړو چارواکو...

ملا هیبت الله ۲۷ نور ملایان د وزيرانو او نورو لوړپوړو چارواکو په توګه وټاکل

تاند:( دوشنبه، د قوس لومړۍ)‏‏ د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوی د امیرالمؤمنین ملا هیبت الله اخوند زاده د فرمان په اساس لاندې ټاکنې ترسره شوې.

۱ ــ محترم مولوي صاحب شهاب الدين دلاور د کانونو او پترولیم وزارت د سرپرست په توګه

۲ ــ محترم حاجي ملا محمد عيسی اخند د کانونو او پترولیم وزارت د مرستیال په توګه

۳ ــ محترم ملا محمد عباس اخند د حوادثو ضد وزارت د سرپرست په توګه

۴ ــ محترم مولوي صاحب شرف الدين د حوادثو ضد وزارت د مرستیال په توګه

۵ ــ محترم مولوي صاحب عنايت الله د حوادثو ضد وزارت د مرستیال په توګه

۶ ــ محترم مولوي صاحب حمد الله زاهد د ملي تدارکاتو د ادارې د سرپرست په توګه

۷ ـــ محترم شيخ صاحب عبدالرحيم د ملي تدارکاتو د ادارې د مرستیال په توګه

۸ ــ محترم مولوي صاحب قدرت الله جمال د تفتيش د عالي ادارې د سرپرست په توګه

۹ ــ محترم مولوي صاحب عزت الله د تفتيش د عالي ادارې د مرستیال په توګه

۱۰ ــ محترم مولوي صاحب محمدیوسف مستري د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د سرپرست په توګه

۱۱ محترم ملا حبیب الله فضلي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرستیال په توګه

۱۲ ــ محترم مولوي صاحب کرامت الله اخندزاده د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې د سرپرست په توګه

۱۳ ــ محترم مولوي صاحب احمد طه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مرستیال په توګه

۱۴ ــ محترم مولوي صاحب ګل زرين د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د کوچيانو د لوی رياست د رئیس په توګه

۱۵ محترم شيخ صاحب مولوي عبدالحکيم د شهیدانو او معلولينو وزارت د مرستیال په توګه

۱۶ ــ محترم مولوي سعید احمد شهيد خېل د معارف وزارت د مرستیال په توګه

۱۷ ـــ محترم مولوي صاحب عبدالرحمن حلیم د کلیو د پراختیا او بیا رغوني وزارت د مرستیال په توګه

۱۸ ـــ مولوي صاحب عتیق الله عزیزي د اطلاعات او کلتور وزارت د اداري او مالي معین په توګه

۱۹ ــ حاجي ملافیض الله اخند د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معین په توګه

۲۰ ــ محترم مولوي صاحب سیف الدین تائب د چارو ادارې لوی ریاست د ارتباطاتو د معین په توګه

۲۱ ــ محترم مولوي فتح الله منصور د کندهار هوايي ډګر د مسئول په توګه

۲۲ ــ محترم حاجي محمد اسماعيل صاحب د نظامي محکمې د اجرائيه قواوو د قومندان په توګه

۲۳ ــ محترم مولوي صاحب عصمت الله عاصم د سرې مياشتي د ټولني د مرستیال په توګه

۲۴ ـــ محترم مولوي صاحب رحيم الله محمود د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه

۲۵ ــ محترم مولوي صاحب عبدالصمد د هلمند د ۲۱۵ عزم قول اردو د مرستیال په توګه

۲۶ ـــ حاجي ملا ناصر اخند د ماليې وزارت د مرستیال په توګه

۲۷ ــ محترم مولوي صاحب عارف الله عارف د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال په توګه

د طالبانو دا ګومارنې په داسې حال کې دي، چې دوی د ټول شموله حکومت د جوړیدو په اړه ملي او نړيوالو غوښتنو ته په ځواب کې، په مسلسله توګه خپل حکومت ټول شموله ګڼي او پکې د مسلکي کادرونو د شاملولو ژمنې کوي.

4 COMMENTS

  1. وایم لانتونه او عربي لعنتونه دافغانستان په اکثریت ولس – ملاپال وحشتپال عربپال توهمپال مخلوق- چې د دغه نجسې طایفې قدر احترام کوي او په ځان یې سپاره کړي، کنه دا وحشي ببر سپږن ځناور ولې جاپان کې نه شي واکمنېدلی

  2. , Afghanistan has an extreme surplus number of Mullahs and since almost all have no working skill to produce government seats are the best venue for them to grab

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب