Homeخبرونهافغان – جاپان روغتون، پوروړو يې منسوبینو پسې امنیتي ځواکونه راوستي

افغان – جاپان روغتون، پوروړو يې منسوبینو پسې امنیتي ځواکونه راوستي

تاند:( سې شنبه، د قوس دويمه)‏‏ د افغان – جاپان روغتون چارواکي د معاشونو د ځنډ ترڅنګ په روغتون کې د ټولو درملو او طبي تجهیزاتو د پای ته رسیدو خبر ورکوي.

د دغه روغتون سرطبیب طارق احمد اکبري وایي، د روغتون یوه کارکوونکي پسې یې له دې کبله د کرایي کور مالک روغتون ته امنیتي ځواکونه راوستي وو، چې ولې یې د کور کرایه ډېره موده ځنډولې ده.

د اکبري په خبره، ۴ میاشتې کیږي چې د دوی کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د یاد شوي روغتون سرطبیب د خپل یوه بل کارکوونکي کیسه هم کوي او وایي، چې د کور مالک یې د کور ځینې وسایل د کرایې د نه ورکولو له کبله وړي او ایسار کړي.

د اکبري د معلوماتو له مخې ډېری کارکوونکی یې ان روغتون ته د راتلو کرایه نه لري.

نوموړی په ورته وخت کې وایي، چې روغتون ورځ تربلې له هر ډول طبي وسایلو او درملو بې برخې کیږي او اندیښمن دي، چې که د کرونا ویروس خپریدل بیا زیات شي، د ناروغانو برخلیک به څنګه شي؟

افغان – جاپان روغتون په افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغانو ددرملنې تر ټولو ستر روغتون دی.

د دغه ویروس د ناروغانو د درملنې د لسګونه مرکزونو په ګډون سلګونه روغتیایي مرکزونه، چې نړیوالو بنسټونو یې مالي او تخنیکي ملاتړ کاوه، د طالبانو له واکمنیدو سره د امکاناتو د نشتوالي په دلیل تړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي د رسنیو پر مخ بیا- بیا د یادو ستونزو د حل خبر ورکوي.

نړیوالو بنسټونو ګواښ کړی، چې که افغانستان کې روان وضعیت دوام وکړي، د نورو برخو ترڅنګ به روغتیایي سکتور او جوړښتونه یې هم زر سقوط شي او بیا پر پښو درول به یې اوږدې مودې او لګښتونو ته اړتیا ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...