Homeخبرونهد افغانستان خصوصي پوهنتونونه د سقوط خطر سره مخ دي

د افغانستان خصوصي پوهنتونونه د سقوط خطر سره مخ دي

تاند:( سې شنبه، د قوس دويمه)‏‏ د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه اندیښنه لري، چې د روان بشري او اقتصادي ناورین له دوام سره به خصوصي پوهنتونونه تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې سقوط شي.

د دغې ټولنې رئیس احمد کمال طارق ویلي، چې د خصوصي پوهنتونونو زیاتو محصلینو د فقر له کبله پوهنتونونه پریښي او د فیس ورکولو وس نه لري.

د ده په وینا، د دې وضعیت له دوام سره به تر شپږو میاشتو ډېر خصوصي پوهنتونونه دوام ونه کړای شي.

د مورا په نوم د ځانګړي ښځینه پوهنتون رئیس ډاکټر عزیزالله امیر بیا وویل، چې د دوی د محصلینو کچه تر ۷۰ سلنې پورې را کمه شوې ده.

هغه اندیښمن دی، چې که وضعیت زر بدل نه شي، د ډېرو خصوصي پوهنتونونو دروازې به وتړل شي.

په ننګرهار کې د الفلاح پوهنتون رئیس ډاکټر معشوق سادات هم د محصلینو د کمیدو خبر ورکړی او ویلي، چې د فیسونو د کمولو باوجود د دوی د محصلینو کچه تر ۲۵ سلنې راکمه شوې ده.

د طالبانو له واکمنیدو مخکې افغانستان ۱۳۰ خصوصي پوهنتونونه لرل.

دغو پوهنتونونو ۲۴ الحاقیې، ۲۱۰ زره محصلین او ۲۵ زره تدریسي او اداري کارکوونکي لرل او د ټولو زده کوونکو ۳۰ سلنه یې ښځینه وې.

د خصوصي پوهنتونونو او نورو زده کړو په برخه کې افغانستان په لسګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې، چې اوس دا ټول د نابودۍله خطر سره مخامخ دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، چې د دغو پوهنتونونو د ژغورلو لپاره به څه کوي؟

یاد شوي راپورونه په داسې مهال دي، چې طالب حکومت تراوسه د نورو دولتي کارکوونکو په شان د دولتي پوهنتونونو استادانو ته هم پر خپل وخت معاشونه نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...